د ایران ایټمي صنعت په قدرت سره پرمخ ځي
May 04, 2019 09:53 Asia/Kabul
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ: له بندیزونو سره سره، د ایران ایټمي صنعت په پوره قدرت سره مخ په وړاندې روان دی.
علي اکبر صالحي پرون زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: په مذاکراتو کښې د داسې تمهیداتو فکر شوی دی چې که دښمن هرڅه وکړي، په پاې کښې د ایران په ګټه تمامیږي.
د ویلو ده چې د ایران ایټمي صنعت په درې وروستیو کلونو مخ په ودې بهیر لرلی دی.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر د تیر کال د مۍ په اتمه نیټه په یواړخیز اقدام کښې له ایټمي موافقې د امریکې وتل اعلان کړ و په دوو پړاؤنو کښې یې په ایران باندې هغه بندیزونه بیا ولګول چې د دې موافقې له مخې اوچت کړی شوي وو.
ټیګونه