په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81986-په_شیطانانو_او_کفارو_د_غلبې_یوازنۍ_لاره_مقاومت_دې
د بشریت او اسلامی ټولنې ننی اساسی اړتیاوې په قرانی معارفو پوهیدل او په هغو عمل وبلل او د قران کریم په غوښتنه له استکبار ، کفر او طاغوتیانو سره په مقابلې او هغو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2019 00:56 Asia/Kabul
  • په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دې

د بشریت او اسلامی ټولنې ننی اساسی اړتیاوې په قرانی معارفو پوهیدل او په هغو عمل وبلل او د قران کریم په غوښتنه له استکبار ، کفر او طاغوتیانو سره په مقابلې او هغو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ په تیرو ۴۰ کلونو کی د ایرانی ملت ډیر پرمختګ او زیاتیدونکې عزت په قران په عمل کولو او مقاومت  په علت دی او نن هم په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دې .

د رهبرۍ ستر مقام پرون د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کی له قران کریم سره د مینې په محفل کی چی د امام خمینی رح په حسینیه کی د قاریانو ،  قرانی مدح ویونکیو او مناجات ویونکیو په ګډون سره ترسره شو ، د بشریت او اسلامی ټولنې ننی اساسی اړتیاوې په  قرانی معارفو پوهیدل او په هغو عمل وبلل او د قران کریم  په غوښتنه له استکبار ، کفر او طاغوتیانو سره په مقابلې او هغو په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ .

د رهبرۍ ستر مقام څو کاله مخکې په ځینو هیوادونو کی د خلکو پاڅون او اسلامی ویښتیا حرکت ته په اشارې سره جوته کړه دغه حرکت د هغه په قدر د نه پوهیدو او په امریکا او صیهونیسټ رژیم د باور په وجه غلی شو خو د ایران ملت د حضرت امام خمینی رح په برکت چی قرانی معارفو سره بلد وو ، د خپل حرکت او انقلاب په قدر پوهه شول او له هماغه لومړۍ ورځې یې په استکباری قدرتونو باور ونکړ او هغو په وړاندی ودریده .