په قران دعمل کولو پرضرورت داسلامی انقلاب د ستر لارښود ټینګار :-
-
خو هغه ګواښ چې له داخل څخه اسلامي امت ته متوجه دی له قراني معارفو څخه لیرې کیدل دي .
په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې د ایران دملت زیاتیدونکی عزت او ځانګړی پرمختګ په قران کریم د عمل او دمقاومت کولو په وجه وو او دی او نن سبا هم په شیطانانو او کفارو د غلبې یوازنۍ لاره مقاومت دی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په تیرې دوشنبې ورځ د قران مجید د تلاوت په غونډه کښې چې د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کښې په امام خمینی رحمت الله علیه حسینیې کښې وشوه دقران له معارفو سره نا بلدتیا او په هغوې عمل نه کول داسلامی نړۍ دنن ورځې مشکلات وبلل .
اسلامی نړۍ دقدرت مهم عناصر لری چې ترټولو مهم یې ډیرې مذهبی ګډولې او د قران کریم د حکمونو ګیرچاپیر چورلیدونکی یوزړه توب دی .
له دغه ستر ظرفیت څخه په نړیوال ډګر کښې د اسلامی نړۍ د مقام د لوړتیا او پیاوړتیا لپاره استفاده کولای او د اسلامی نړۍ حقیقی اقتدار او عزت هم احیا کولای شو .
خو هغه ستونزې او چیلنجونه (ننګونې )چې نن سبا د اسلامی هیوادونو مخ ته شته دیوه(۱) تریخ حقیقت ښودنه کوی .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود دغه حقیقت په قرانی معارفو عمل نه کول وباله .
له قران څخه لیرې پاتې کیدل په کږې او انحرافی لاره کښې د حرکت په معنا دی .
په سیمه کښې دتیرو څو کلونو د پیښو ټیټې هسکې په دې زمینه کښې روښانه مثال دی .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ددغه ټکی په بیانولو سره په تیرو څو کلونو کښې په ځینو هیوادونو کښې د خلکو د پاڅون او د اسلامی ویښتیا حرکت ته په اشارې سره وویل دغه حرکت دهغه په قدر د نه پوهیدا او په امریکا او صهیونیسټ رژیم د اعتماد کولو په خاطر غلی شو خو دایران ملت د امام خمینی رحمت الله په برکت چې له قرانی معارفو څخه ډک وو د خپل حرکت او انقلاب په اهمیت پوه شو او له هماغه لومړۍ ورځې څخه یې په استکباری قدرتونو اعتماد ونکړ او په مقابل کښې دهغوې په وړاندې ودرید .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې زمینه کښې ووزیل هغه کسان چې د ولسمشر یا د باچا له دریځ څخه له ملتونو سره بدمعاشۍ کوی هماغه کسان دی چې قران کریم په صراحت سره له هغوې سره د مقابلې حکم ورکړی او ټینګار یې کړی دی په هغوې باور ونکړئ.
امریکا نن سبا په بیلابیلو رودوسره داسلامی ویښتیا د له مینځه وړلو ، د اسلامی هیوادونو د اقتصاد د کمزوری کولواو په اسلامی نړۍ د سلطې د موندلو هڅه کوی .
خو هغه ګواښ چې له داخل څخه اسلامی امت ته متوجه دی له قرانی معارفو څخه لیرې کیدل دی .
دا په داسې حال کښې دی چې اسلام دین او قران د بشر د ژغورنې او د نیکمرغۍ لاره ښودلی ده .
ددغه خبرې اهمیت هغه وخت لا پسې ښکاره کیږی چې دتیرو کلونو پیښو ته له حقیقت څخه ډکه او په عین حال کښې له نیوکې څخه ډکه کتنه ولرو .
مسلمانان له خطرې څخه په ډک حالت کښې چې امریکا په شیطانی هدفونو سره د اسلامی امت مخ ته رامینځته کړی دی او د فتنې د جوړولو او د دسیسې د رامینځته کولو په حال کښې ده حقیقی ویښتیا ته اړتیا لری .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود له مشکلاتو څخه د ژغورنې د یوازنۍ لارې په توګه تل دقران کریم په ارزښتونو په تکیې کولو ټینګار کړی دی .
هغه حضرت له دې مخکې هم د اسلامی وحدت د دیرشم(۳۰) کانفرنس د ترسره کیدا په مناسبت په یو (۱)لړ څرګندونو کښې وفرمائیل نن سبا په سیمه کښې دوې (۲) ارادې له یوبل سره په ټکر کښې ورغلی دی .
د وحدت اراده او د تفرقې اراده او په دغه حساس وخت کښې دوحدت بخښونکی درملو په توګه د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په الهی تعلیماتو او په قران کریم تکیه کول د اسلامی نړۍ د کړاونو او د ستونزو د هواریدا لاره ده .
په دې خبره کښې شک نشته چې په دښمانانو د اسلامی امت بریالیتوب د پوهې له اندازې او له قران کریم سره له مینې او په هغه له عمل کولو سره اړه لری .
له همدې له کبله دی چې دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له قران کریم سره د مینې په غونډې(دقران کریم دتلاوت په غونډې ) کښې په خپلې وینا کښې د نن ورځې د بشریت او د اسلامی نړۍ یوه(۱) اساسی اړتیا په قرانی معارفو پوهیدل او ورباندې عمل کول وبلل او د قران کریم په تصریح سره یې له استکبار ، کفر او طاغتوت یانو سره په مقابلې او دهغوې په وړاندې په مقاومت ټینګار وکړ .