په جامعې ایتمی موافقې کې د درول شوو فعالیتونو بیرته پیلیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82002-په_جامعې_ایتمی_موافقې_کې_د_درول_شوو_فعالیتونو_بیرته_پیلیدا
دایران مرستیال خارجه وزیر سیدعباس عراقچی د دو شنبې په ورځې روښانه کړې،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو او دخپلو ژمنو په اجرا کې د اروپائی هیوادونو د بدعهدیو په وړاندې د اسلامی ایران متقابل اقدامات دمئ په اتمه نیټه اعلانیږی .(دمئ اتمه نیټه له نړیوالې ایټمی موافقې امریکا د یواړخیز وتلو لومړنۍ کلیزه ده )
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 07, 2019 11:56 Asia/Kabul
  • په جامعې ایتمی موافقې کې د درول شوو فعالیتونو بیرته پیلیدا

دایران مرستیال خارجه وزیر سیدعباس عراقچی د دو شنبې په ورځې روښانه کړې،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو او دخپلو ژمنو په اجرا کې د اروپائی هیوادونو د بدعهدیو په وړاندې د اسلامی ایران متقابل اقدامات دمئ په اتمه نیټه اعلانیږی .(دمئ اتمه نیټه له نړیوالې ایټمی موافقې امریکا د یواړخیز وتلو لومړنۍ کلیزه ده )

د ایران اسلامی جمهوریت  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دامریکا  د وتلو  او د خپلو ژمنو په  اجرا کې د اروپائی هیوادونو د بدعهدیو په غبرګون کې ، په لومړنی ګام کې ،د خپلو هغو ایټمی فعالیتنو یوه برخه چې  د نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې  درول شوی وو،له سره پیلوی .

Image Caption

 

دایران مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچی  د دو شنبې په ورځې روښانه کړې،له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا د وتلو او دخپلو ژمنو په  اجرا کې د اروپائی هیوادونو د بدعهدیو په وړاندې د اسلامی ایران متقابل  اقدامات  دمئ په اتمه نیټه  اعلانیږی .(دمئ اتمه نیټه له نړیوالې ایټمی موافقې  امریکا  د یواړخیز وتلو لومړنۍ کلیزه ده )

عباس عراقچی   په دې خبرې په ټینګار سره چې  فعلا  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د تهران  د  وتلو  موضوع مطرح  نه ده ، زیاته کړې ؛ دایران  اټکل شوی پروګرامونه  به د نړیوالې ایټمی موافقې  د ۳۶مادې  په چوکاټ کې وی ، په دې توګه چې   په  دغې نړیوالې موافقې کې د تهران ځینی  ژمنتیاوې کمیږی .  د نړیوالې ایټمی موافقې د ۳۶ مادې  په اساس  ایران د  بندیزونو دبیرته لګیدو په   موقعو کې  خپلې ځینی ژمنې  کمولی شی . 

 امریکا همداراز په همداوروستیو کې  دایران د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو  په ضد د نوو محدودیّتونو د لګولو لپاره  د نوو بندیزونو خبره کړې ، چې د اروپائی لوری غبرګون ئې  هم راپارولی دی .

  په دغې اعلامیې کې  چې د امریکا د خارجه وزارت  په ویب پاڼې کې  خپره شوی ،راغلی دی ، د مئ له څلورمې نیټې   له اوسنی رئیکټرڅخه  ورآخوا د ایران  د بوشهر ایټمی بټۍ له پراختیا سره  هرډول مرستې په بندیزونو کې شاملیږی .  پر دې سربیره ،دطبیعی یورانیمو  د اخستو په بدل کې   له هیواده بهرته دایران  غنی شوو یورانیمو  دمنتقلولو په زمینې کې  هر ډول ملګرتیا به په بندیزونو کې شامله وی

امریکا ددغې اعلامیې په خپرولوسره،په ایټمی موافقې کې پاتې نور هیوادونه عملا،د اضافی درندو اوبو  دمنتقلولو،په زیّړکیک سره  د پاخو شوو یورانیمو  دمبادلې او همداراز  دبوشهر د بټۍ د پراختیا په زمینې کې  د روسیې دملګرتیا پشمول  ددغې موافقې  د مادو له اجرا  منع  کړی دی .داپه داسې حال کې دی چې  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په چوکاټ کې،په ایټمی موضوع کې   دایټمی انرژۍ دنړیوال  آژانس  په څارنې سره  د ایران  روا حقوق   د ملګرو ملتو د امنیت شورا۲۲۳۱پریکړه لیک په وسیله  تائید شوی دی .

Image Caption

 

  د جامعې نړیوالی ایټمی موافقې د نورو غړو په توګه،اروپائی اتحادئې، چین اوروسیې ،  له دغې نړیوالې موافقې د امریکا  له وتلو وروسته له ایرانه وغوښتل څو د امریکا لاره دې خپله نه کړی  او درست لوری هڅه  کوی ، له امریکا پرته  ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  داجرا د دوام لپاره کومه لاره چاره ولټوی .  ا یران  دغه غوښتنه ومنله  ، خو په دې شرطونو سره ، چې  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د ایران  ګټې  وساتل اوتامین شی . په دغه چوکاټ کې ایران  او د اروپا ټرائیکا یعنی  جرمنی ،انګلستان او فرانسې د  مالی ځانګړی لارو چارو (ایس پی وی چینل ) په توګه  یوه لاره  وموندله . خو ددغې مالی لارې چارې د بشپړ اجرا لپاره  تر دې دمه لازم شرطونه پوره شوی نه دی .

په همدې  ارتباط ،پرون  یعنی په سه شنبې ورځې  په بروکسل کې  د ایران  او  د اروپائی اتحادئې او داروپا  ټرائیکایعنی د جرمنی ، انګلستان اوفرانسې  درو هیوادونو  غونډه هم شوې  ده .  په دغې غونډې کې  اینسټکس  مالی چینل  اړونده  مسئولانو شتون درلود او په دې اړه ئې سره  بحثونه اوخبرې اترې کړی دی .

  داپه داسې حال کې ډی چې د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه  ای  دنوی لمریز کال  په لومړمۍ ورځې  دحضرت امام رضا علیه السلام  دسپیڅلی حرم په  خوا کې  دلسګونو زره  زیارتوالو په ټول کې  دایران  او اروپا ترمینځ  د مالی چینل  رامینځةکیدا له هغې تراخې ملنډې زیات څه  نه ده ،چې هیڅ کومه معنا نه لری .