ایران له اټومی تړون وتل په ایجنډه کښې لری
-
د اټومي تړون غړي هیوادونه پوهیږي د ملګروملتونو امنیت شورا ته دایران د دوسیې وړل د تهران سره کرښه(Red Line) ده .
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی په دې خبرې ټینګار سره چې تهران تراوسه له اټومی تړون نه دی وتلی وویل دایران اسلامی جمهوریت له دغه نړیوالې موافقې وتل په ایجندې کښې شامل کړی دی .
هغه وویل هیڅ هیواد نشی کولای ایران له اټومی موافقې په وتلو یا دهغه په خلاف ورزۍ کولو تورن کړی ځکه چې دنویو اقداماتو په شمول دایران ټول اقدامات د اټومی موافقې په چوکاټ کښې دی .
دایران دخارجه وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت تراوسه له اټومی تړون نه دی وتلی خو دغه موافقې وتل په ایجنډې کښې لری او دغه وتل به پړاو په پړاو وی .
هغه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له لومړیو څخه داسې شرایط رامینځته کړل چې ایران له اټومی تړون ووځی خو تهران دامریکا له دغه حرکت سره په پوهې سره مقابله وکړه .
عراقچی ټینګار وکړ د اټومی تړون غړی هیوادونه پوهیږی د ملګروملتونو امنیت شورا ته دایران د دوسیې وړل د تهران سره کرښه(Red Line) ده او که چیرې دغه سره کرښه رعایت نشی اټومی تړون به په کامل ډول له مینځه ولاړ شی .