علما باید د توحید او د عدالت د ټینګیدا هڅه وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82029-علما_باید_د_توحید_او_د_عدالت_د_ټینګیدا_هڅه_وکړی
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون دټول هیواد د علمیه حوزو له کابو دوه زره (۲۰۰۰)طلباو، فضلاو او استادانو سره په کتنې کښې ددین دعلماو او د مذهبی حوزو دنده د اسلام دمعارفو بیانول او په ټولنه کښې دهغو دتحقق لپاره هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ علما د انبیاو د وارثانو په مقام کښې باید د عدالت د ټینګیدا او د توحید دعملی کیدا لپاره هڅه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2019 00:37 Asia/Kabul
  • علما هم د انبیاو د وارثانو  په توګه ژمن دي دخلکو دژوند په چاپیریال کښې د اسلام د تحقق لپاره هڅه وکړي .
    علما هم د انبیاو د وارثانو په توګه ژمن دي دخلکو دژوند په چاپیریال کښې د اسلام د تحقق لپاره هڅه وکړي .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون دټول هیواد د علمیه حوزو له کابو دوه زره (۲۰۰۰)طلباو، فضلاو او استادانو سره په کتنې کښې ددین دعلماو او د مذهبی حوزو دنده د اسلام دمعارفو بیانول او په ټولنه کښې دهغو دتحقق لپاره هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ علما د انبیاو د وارثانو په مقام کښې باید د عدالت د ټینګیدا او د توحید دعملی کیدا لپاره هڅه وکړی .

هغه حضرت په دغه کتنې کښې مهمو دینی معارفو ته د انسانانو د نن ورځې اړتیا او له دغو معارفو د اسلامی نړۍ او حتی له اسلامی دنیا د بهر ټولنو هرکلی ته په اشارې سره دیوه بل په هکله د علمیه حوزو دنده درنه وبلله او ویې ویل په ایران کښې هغه پام چې نن سبا دینی مسائیلو او روحانیت ته شته له تیر وخت او له اسلامی انقلاب څخه  له مخکې وخت سره د پرتله کولو وړ نه دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه  ای زیاته کړه دغه تصور چې دنړۍ په بیلابیلو  هیوادونو کښې خلک  له دینی معارفو اوړیدلی دی  غلط تصور دی بلکې له دغو معارفو هرکلی زیات شوی دی .

هغه علمیه حوزې داسلام د روزنې او په ټولنه کښې دهغه د ژورتیا مرکز  وبللې او ویې ویل خلکو ته د دینی معارفو ورپیژندل د علمیه حوزو د دندو یوه(۱) برخه ده او ددغه دندې بله برخه د خلکو دژوند په متن کښې د دینی معارفو محقق کول دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د الهی انبیاو د هڅې  او دجنګ (مجاهده و مقاتله ) په هکله د قران مجید په ډیرو ایتونو استناد سره وویل د پیغمبر دنده یوازې د اسلامی معارفو بیانول نه دی او په همدې علت داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د عدل د ټینګیدا او د توحید د عملی کیدا لپاره هڅه او مبارزه کوی چې اسلام په جامع او کاملې معنا کښې محقق شی .

دمشرتابه ستر مقام جوته کړه علما هم د انبیاو د وارثانو  په توګه ژمن دی دخلکو دژوند په چاپیریال کښې د اسلام د تحقق لپاره هڅه وکړی او ددغو هڅو اوج دیوه(۱) حقیقی حکیم په مقام کښې حضرت امام خمینی رضوان  الله تعالی علیه ترسره کړ .

Image Caption