داسلامی ایران ټول خلک سبا سترې مظاهرې کوی
-
امریکا تل د خپلو ژمنوخلاف ورزیانې کړي دي .
زمونږ خبریال وایی دایران خلک به سبا په عمومی لاریونونو سره په اټومی موافقې کښې د تهران د ځینو اقداماتو د درولو ملاتړ وکړی .
دایران داسلامی تبلیغاتو د غږملیتا شورا وویل د ټول هیواد خلک به دامریکا او دهغې د ملګرو دنا باور وړ کیدا او د ژمنو ماتولو ته په ځواب کښې سبا د جمعې له لمانځه وروسته د لاریونونو په ترسره کولو سره په اټومی تړون کښې دایران دځینو اقداماتو له درولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی .
دغه شورا وویل دایران مقاومت کونکی ملت به د وحدت او دملی کوټلتیا په ساتلو او په عمومی لاریونونو کښې په پرتمینه ګډون سره دښمانانو ته یوبل دروند ګوزار ورکړی .
دایران دملی امنیت لوړې شورا وویل تهران له پرون څخه په اټومی تړون کښې خپل ځینې اقدامات بندوی او په دغه تړون کښې پاتې هیوادونو ته دخپلو ژمنو د اجرا په تیره بیا د بانک او د تیلو په حوزو کښې د ژمنو د پوره کولو لپاره شپیته (۶۰) ورځې فرصت ورکوی .