داسلامی ایران ټول خلک سبا سترې مظاهرې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82033-داسلامی_ایران_ټول_خلک_سبا_سترې_مظاهرې_کوی
زمونږ خبریال وایی دایران خلک به سبا په عمومی لاریونونو سره په اټومی موافقې کښې د تهران د ځینو اقداماتو د درولو ملاتړ وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2019 01:29 Asia/Kabul
  • امریکا تل د خپلو ژمنوخلاف ورزیانې کړي دي .
    امریکا تل د خپلو ژمنوخلاف ورزیانې کړي دي .

زمونږ خبریال وایی دایران خلک به سبا په عمومی لاریونونو سره په اټومی موافقې کښې د تهران د ځینو اقداماتو د درولو ملاتړ وکړی .

دایران داسلامی تبلیغاتو د غږملیتا شورا وویل د ټول  هیواد خلک به دامریکا او دهغې د ملګرو دنا باور وړ کیدا او د ژمنو ماتولو ته په ځواب کښې سبا د جمعې له لمانځه وروسته د لاریونونو په ترسره کولو سره په اټومی تړون کښې دایران دځینو اقداماتو له درولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی .

دغه شورا وویل دایران مقاومت کونکی ملت به د وحدت او دملی کوټلتیا په ساتلو  او په عمومی لاریونونو کښې په پرتمینه ګډون سره دښمانانو ته یوبل دروند ګوزار ورکړی .

دایران دملی امنیت لوړې شورا وویل تهران له پرون څخه په اټومی تړون کښې خپل ځینې اقدامات بندوی او په دغه تړون کښې پاتې هیوادونو ته دخپلو ژمنو د اجرا په تیره بیا د بانک او د تیلو په حوزو کښې د ژمنو د پوره کولو لپاره شپیته (۶۰) ورځې فرصت ورکوی .