چین یوځل بیا د برجام د اجرا په ضرورت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82072-چین_یوځل_بیا_د_برجام_د_اجرا_په_ضرورت_ټینګار_وکړ
د چین د خارجه وزارت ویاند وویل: بیجنګ د ګډ اقدام د جامع پروګرام (ایټمي موافقې) په ساتنې او د دغې نړیوالې موافقې د مفادو د اجرا په ضرورت جدي ټینګار لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2019 03:19 Asia/Kabul
  • چین یوځل بیا د برجام د اجرا په ضرورت ټینګار وکړ

د چین د خارجه وزارت ویاند وویل: بیجنګ د ګډ اقدام د جامع پروګرام (ایټمي موافقې) په ساتنې او د دغې نړیوالې موافقې د مفادو د اجرا په ضرورت جدي ټینګار لري.

ایرنا لیکلي چې ګنګ شوانګ پرون په یوه خبري غونډه کښې ټینګار وکړ: برجام د یوې څواړخیزې موافقې په توګه چې د ملګرو ملتو امنیت شورا هم تاییده کړې، په لویدیځې آسیا کښې د صلحې او ثبات لپاره یوه ډیره مهمه موافقه ده او باید په هراړخیزه او موثره توګه اجرا شي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: له برجامه د امریکې وتل او د ایران خلاف د واشنګټن د یواړخیزو بندیزونو پیلیدل په سیمه کښې د حالاتو د خرابیدو سبب شوي او له امله یې چین خواشینی دی.

هغه د امریکې او ایران ترمینځ د موجودو اختلافاتو د هواري یوازنی لاره، خبرې اترې وبللې او ویې ویل: بیجنګ د انرجۍ په بازار کښې له سخت ګډوډي یا په لویدیځه آسیا کښې د حالاتو له خرابیدو سره سخت مخالف دی او په ایټمي موافقه کښې به پر خپلو ژمنو هم هغه شان پابند پاتې شي.