ایران په ایټمي موافقه کښې ډیر صبر کړی دی
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال په برجام کښې د تهران د ځینو اقداماتو بندولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ایران په برجام کښې ښه پوره صبر کړی دی خو اروپایانو له دې فرصته تراوسه استفاده نه ده کړې.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال سید عباس عراقچي پرون په تهران کښې د انګلستان د خارجه وزارت د سیاسي مدیر او په ایټمي موافقه کښې د دغه هیواد د مرکچي ریچارډ موُر په کتنه کښې زیاته کړه: اروپا ته نه دي پکار چې مرحله په مرحله د خپلو ژمنو د کمولو په هکله د ایران اراده ناڅه وګڼي.
عراقچي هم داشان په ایټمي موافقه کښې د پاتې هیوادونو (انګلستان، فرانسې، جرمني، چین او روسیې) له خوا د کړو ژمنو د اجرا په ضرورت باندې په ټینګار سره، په راتلونکو شپیتو ورځو کښې د اروپا لخوا په تیره بیا د تیلو او باني چارو په لړ کښې د ځانګړي عملي اقدام غوښتونکی شو.
په دغه کتنه کښې د انګلستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مدیر ریچار مور هم په ایټمي موافقې د دخپل هیواد ژمنتیا او د اروپا او ایران د ځانګړې مالي لارې چارې (اینسټیکس) د فعالولو لپاره د لندن هلوځلو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې انګلستان د ایران د غوښتنو د پوره کولو لپاره خپل کوشش جاري ساتي.
د ویلو ده چې ایران د ۲۰۱۹ کال د روانۍ مۍ میاشتې په اتلسمه نیټه په ایټمي موافقه کښې خپل ځیني اقدامات ودرول او په دغې موافقې کښې پاتې هیوادونو ته یې د هغوي د ژمنو په تیره بیا په بانکي او تیلي برخو کښې د ژمنو د پوره کولو لپاره ۶۰ ورځې فرصت ورکړ.