داروپایانو د ژمنتیاؤ چټکتیا جامعه نړیواله ایټمی موافقه ساتلی شی
اروپا اوفرانسه ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو اوپرمخ بیولو لپاره ښه نیّت اوهوډ لری اوهڅه کیږی،څو ددغې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې له ایران سره دملګرتیاؤ دپراختیا لارې وساتل شی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران دبهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر کمال خرازی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، اروپا له ایران سره د ټرائیکا هیوادونو دتجارتی مبادلاتو د لارو چار دسسټم اینسټکس په اجرائی کولو کې په چټکتیا سره خپل تیر لټ اقدامات جبرانولی او دجامعې ایتمی موافقې د له مینځه تلو مخه نیولی شی .
سید کمال خرازی چې د سولې لپاره د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره پاریس ته په سفر تللی،پرون ئې د فرانسې دپارلیمان د بهرنیو اړیکو دکمیشن له مشرې میرمن ماریل ډوسارنز سره په کتنې کې په نړیوالې ایټمی موافقې کې د خپلو ژمنو وار د واره د ځنډولو لپاره دایران فیصلې او همدرااز دمقابل لورو لپاره د شپیته ورځنی فرصت په نظر کې نیولو ته په اشارې سره زیاته کړې ، دا اروپا ده چې باید د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په ساتلو کې خپلې تیرې لټۍ جبران کړی .
کمال خرازی روښانه کړې ده ، د ایران ولس د اروپا د نړیوالې ایټمی موافقې دژمنو د نه اجرا کیدا او د ډونالډټرمپ له بندیزی سیاسته د پیروۍ په دلیل او دغه راز د امریکا له مقررراتو اوقواعدو ور آخوا فیصلو ته د غاړه کیښودو په وجه پر دوی ډیر بدبینه شوی دی .
هغه زیاته کړې،اسلامی ایران په صداقت سره خبرې اترې کړی دی او دهغو په نتیجې کې ایټمی موافقه چې د ملګروملتو امنیت شورا هم تائید کړې ترلاسه شوې ده.خو د ایران له خوا د ژمنو له اجرا کیدا سره سره،اروپا یوازې په سیاسی دریځ نیونې بسنه کړې ده او دخپلو ژمنو په عملی کولو کې لټی کړې ده.دفرانسې د پارلیمان د بهرنیو اړیکو دکمیشن مشرې هم له جامعې ایټمی موافقې دایران د احتمالی وتلو باندې د اندیښنې په ښودلو سره په اروپا دامریکا په دباؤنو اوله مقررراو ورآخوا فیصلو سخته نیوکه کړېاومنلې ئې ده چې جامعه نړیواله ایټمی موافقه نه ده توانیدلې په عمل کې ښه پرمختګ وکړیهغې وئیلی اروپا اوفرانسه ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو اوپرمخ بیولو لپاره ښه نیّت اوهوډ لری اوهڅه کیږی،څو ددغې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې له ایران سره دملګرتیاؤ دپراختیا لارې وساتل شی .