د اروپائی اتحادئې غونډه او دجامعې ایټمی موافقې پر بشپړاجرا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82149-د_اروپائی_اتحادئې_غونډه_او_دجامعې_ایټمی_موافقې_پر_بشپړاجرا_ټینګار
میرمن موګرینی همداراز زیاته کړې،د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس ایران پابندپاتیکیدا تائید کړ ې ده او دا جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دایران د پابندۍ د تائیدیدا په باب د قضاؤت لپاره یوازینی اورګان دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 14, 2019 11:08 Asia/Kabul
  • د اروپائی اتحادئې غونډه او دجامعې ایټمی موافقې پر بشپړاجرا ټینګار

میرمن موګرینی همداراز زیاته کړې،د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس ایران پابندپاتیکیدا تائید کړ ې ده او دا جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دایران د پابندۍ د تائیدیدا په باب د قضاؤت لپاره یوازینی اورګان دی .

 اروپائی اتحادئې او ټرائیکا هیوادونو تل د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ملاتړ او پر اجرا ئې  ټینګار کړی دی . په عین حال کې د ۲۰۱۸کال په مئ میاشت کې له نړیوالې ایټمی موافقې  دامریکا  له وتلو وروسته او ددغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره د خپلو ژمنو په اجرا کې د اروپایانو بیا بیا ځنډ کول،چې  دایران دمتقابل  غبرګون  لامل شول ، اوس اروپا  د جامعې ایتمی موافقې د ساتلو لپاره  له ستر چیلنج سره مخاخ شوې ده .

 په دې باب د مئ په دیارلسمه نیټه د اروپائی اتحادئې دخارجه وزیرانوغونډه په بروکسل کې جوړه شوه.داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی ددغې غونډې له ختمیدا وروسته په خبری کنفرانسکې وئیلی دی،په دغې غونډې کې ئې د ایټمی نړیوالې موافقې له اروپائی لورو سره،د اینسټکس دعملیاتی کولو او په راتلونکو څو اونیوکې د لومړنۍ معاملې یا ټرانزیکشن د لارو چارو په باب مشورې کړی دی.د اروپائی اتحادئې درست غړی هیوادونه په بشپړډول هوډمن دی،چې له ایران سره نړیوالې ایټمی موافقه په بشپړ ډول اجراشی،اروپائی اتحادیه به ترهغه وخته چې ایران په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنوته پابند وی،ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د بشبړ اجراملاتړ وکړی .

Image Caption

 

میرمن موګرینی  همداراز زیاته کړې ،  دایټمی انرژۍ نړیوال آ ژانس  ایران پابندپاتیکیدا تائید کړ ې ده  او دا  جامعې نړیوالې ایټمی  موافقې ته  دایران د پابندۍ د تائیدیدا په باب  دقضاؤت لپاره  یوازینی اورګان  دی . هغې همداراز  دامریکا او ایران ترمینځ  تاؤتریخوالو ته په اشارې سره  هم ووئیل،  تر ډیرزیات حده زغم ته ضرورت دی څو خبره تر پوځی شخړو ونه رسیږی . 

 د اروپائی اتحادئې د دغې لوړپوړې چارواکې دریځ چې ددغه اروپائی اورګان  د غړو هیوادونو غوښتنه او اراده ده،د اروپا لپاره  دجامعې ایټمی نړیوالې موافقې د اهمیّت ښودنه کوی .اروپائی اتحادئې او اروپائی ټرائیکا یعنی جرمنی،فرانسې او انګلستان مشرانو جامعه نړیواله ایټمی موافقه، یوه څواړخیزه موافقه بللې چې له نړیوالې سولې اوامنیت سره ئې ډیره مرسته کړې ده .

 اروپایان دامریکا په اپوټه چې ادعا کوی ،ایران  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې پر مادو عمل نه کوی،او دا د ایران د ایټمی فعالیتونود کنټرولولو لپاره  کوه اغیزشیندونکی او کارنده موافقه نه ګڼی،باؤری دی  چې نه یوازې ایران دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې پخپلو ټولو ژمنوعمل کړ ی دی،بلکې دغه نړیواله ایټمی موافقه  خپلو موخو ته په رسیدو کې ،یعنی په سیمه ایزه اونړیواله سویه  دشخړو اتاؤتریخوالو د رامینځةکیدا په مخنیوی کې ئې هم بریالی عمل کړی دی.په عین حال کې  د اروپایانو له نظره،جامعه نړیواله ایټمی موافقه،د اروپا د ډیپلوماسۍ  یوه مهمه بریا حساب شوی او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې ناکامی به،په حقیقت کې  په نړیواله سویه د اروپائی اتحادئې د سیاسی اوډیپلوماټیک موقعیّت لپاره ستره ناکامی وی.

 اروپایان چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په باب د ټرمپ دحکومت په کارړنګونو او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې دله مینځه وړلو لپار د هغو په هڅې غوسه دی،د خارجه وزیرانو  په غونډې کې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو له ناڅاپی شتون سره ئې ډیر سوړچلند کړی دی او داروپائی اتحادئې  دخارجه وزیرانو له بې پروائۍ او بې پامۍ سره  مخامخ شو .

Image Caption

 

په عین حال کې  اروپایانو پخپل  عمل کې وښودله چې ددغې دیرې مهمې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د څه خاص لګښت ورکولو ته تیار نه دی .ددغې نړیوالې موافقې په باب د خپلو ژمنو په اجراکې داروپائی لورو ځنډ ، لامل شوی څوایران تیره اونۍ اعلان وکړی چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې خپلو ژمنو ته دپابندۍ سویه راکموی.د ایران دا دریځ  د روسیې ملاتړ هم په ځان پسې درلودلی دی .د روسیې  خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  وئیلی دی ،ایران حق درلود،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب خپلې ځینی ژمنې کمې کړی .ایران د ګډ اقدام جامع پروګرام ته  پابند دی،خو تمه لری،چې خپل اروپائی لوریهم همدغه کار وکړی،او په دغې موافقې کې خپلې ژمنې اجرا کړی .

په دې ډول ایران تمه لری،چې اروپا زرترزره،دجامعې ایټمی موافقې په باب پخپلو ژمنو عمل وکړی،خوکه هماغه راز تیر سیاست  یعنی  ځنډ او بیا بیا ځنډ ته دوام ورکړی،نو باید له ایرانه هم دغې نړیوالې ایټمی موافقې ته د ژمنتیا ددوام په تمه ونه وسی .