دامریکا حکومت د ایران دتسلیمولو توان نه لری
داسلام ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران دمئ له اتمې نیټې څخه اروپایانو ته شپیته ورځې فرصت ورکړی دی څو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو عمل وکړی روښانه کړې ،که اروپایانو په دغې مودې کې پخپلو ژمنو عمل ونه کړی،نو ایران به ددغې نړیوالې موافقې په اجرا کې خپلې دوې نوره ژمنې هم کمې کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشرحسن روحانی پرون ناوخته داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د نظام د مسئولانو او چاروالو په کتنې کې ټینګار کړی،امریکا دایران دستر ملت د په ګونډو کولو وس نه لری .
ډاکټر حسن روحاڼی دایران په ضد دامریکا بندیزونو اودباؤنو ته په اشارې سره ووئیل،امریکایانو په غلطو محاسباتو سره فکر کاوۀ یوازې په څو میاشتو کې دایران ستر ملت په ګونډو کولی شی او ددغې موضوع لپاره ئې نیټې هم وټاکلې،خو د ایران ملت،په استقامت،کلکې دریدنې او مقاومت سره د اسلامی ایران په تاریخ کې یو ځل بیا زرینې شپې اوساعتونه وپنځول.
داسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران رهبری،ملت او حکومت او پارلیمان ددښمن د ناکامۍ لامل شوی ،زیاته کړې ، امریکایان اوس هم د زور او دړکو خبرې کوی،سهارخپلې جنګی بیړۍ لیږدوی او شپې بیا د ټیلیفون شمیرې ورکوی چې رابطه راسره وکړئ . البته ایرانیان دهغوی دیرې تیلیفون شمیرې لری اوهرهغه تاریخ چې دوی پکې د ایران دملت په ضد جنایتونه کړی دی،دهغوی دټیلیفون حقیقی شمیرې دی .
هغه د ایران د ملت او دغه راز دبیلابیلو ملتونو په نسبت د امریکا ظلم اوتیریو ته هم اشاره وکړه او امریکایانو ته په خطاب کې ئې ووئیل ، توبه وکړئ او بیرته راوګرځئ، لاره خلاصه ده او ممکنه ده دایران ملت د تاسو له تاریخی جنایتونو اوظلمونو تیر شی . داسلامی ا یران ولسمشرهمداراز له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا له غیر قانونی وتنې اوخلاف وروزۍ وروسته دایران دملت زغم او صبر ته په اشارې سره ووئیل،ایران خپلو دوستانو او اروپائی اتحادئې ته چې هر دواړو لورو له اسلامی ایرانه وخت غوښتی ؤ،څو دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې پخپلو دندو عمل وکړی ، کافی فرصت ورکړی دی .
داسلام ایران ولسمشر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې ایران دمئ له اتمې نیټې څخه اروپایانو ته شپیته ورځې فرصت ورکړی دی څو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو عمل وکړی روښانه کړې ،که اروپایانو په دغې مودې کې پخپلو ژمنو عمل ونه کړی ، نو ایران به ددغې نړیوالې موافقې په اجرا کې خپلې دوې نوره ژمنې هم کمې کړی .