د ایران په ضد د امریکا دباؤنه بې نتیجې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82194-د_ایران_په_ضد_د_امریکا_دباؤنه_بې_نتیجې_دی
د آسټریا ولسمشر الیګذینډر فان ډربلن په سوچې ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبری کنفرانس کې له کافی دلیلونو پرته دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د امریکا په فیصلې په نیوکو سره وئیلی دی،دغه اقدام ،پر نړیوالو موافقو اعتماد تر پوښتنې لاندې ورولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 16, 2019 09:29 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد د امریکا دباؤنه بې نتیجې دی

د آسټریا ولسمشر الیګذینډر فان ډربلن په سوچې ښار کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبری کنفرانس کې له کافی دلیلونو پرته دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د امریکا په فیصلې په نیوکو سره وئیلی دی،دغه اقدام ،پر نړیوالو موافقو اعتماد تر پوښتنې لاندې ورولی .

د فرانسې خارجه وزارت ویندوی آنیس ون ډِرمل له الحداث ټیلیویژنی چینل سره په  خبرو کې  وئیلی دی،د فرانسې خارجه وزیر ژان ایولودریّن په همداوروستیو کې ټینګار کړی دی،پر ایران دلازیاتو دباؤنو په ا عمالولو مشتمل  د امریکا سیاست  او په دغه  هیواد دبندیزونو دسختیدا سیاست، داسې سیاست دی چې د پاریس له نظره مناسب او نتیجه ورکونکی نه دی .

آنیس وَن  ډِرمل په دوام کې  ادعا کړې،جامعه نړیواله ایټمی موافقه آئیډیاله موافقه نه ده او باید بشپړ شی .

  داپه داسې حال کې دی چې  د آسټریا  ولسمشر الیګذینډر فان ډربلن     په سوچې ښار کې د روسیې له  ولسمشر  ولادیمیر پوتین سره  په خبری کنفرانس کې  له کافی دلیلونو پرته دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په باب د امریکا په فیصلې په نیوکو سره  وئیلی دی ، دغه اقدام ،  پر نړیوالو موافقو  اعتماد تر پوښتنې لاندې ورولی .

 دآسټریا ولسمشر  منلې ده اروپائی اتحادئې تر دې دمه   نه ده توانیدلې ،  له ایران سره  دتجارت لپاره  کوم کارنده میکانزم  اجرا کړی .

 هغه همداراز خپلو ایټمی  ژمنو ته د ایران  ددومدارې پابندۍ په باب د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  څوارلسو راپورونو ته په اشارې سره زیاته کړې،له دغې فیصلې وروسته  بدلونونه  چې  دایران په ضد دبندیزونو هماغه پخوانی وخت  ته ستنول وو،اروپا،آسټریااوددغه هیواد شرکتونه هم تراغیزولاندې ورولی.