داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانودعمومی قوماندان له نظره دامریکا دقدرت ځوړتیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82260-داسلامی_انقلاب_دسپاه_پاسدارانودعمومی_قوماندان_له_نظره_دامریکا_دقدرت_ځوړتیا
ایران هیڅکله هم په سیمې کې په پوځی نښتو او تاؤتریخوالو پسې نه دی،خو مونږ دښمانو اوتیریګرو ته ورښودلې ده چې په هر وخت او هر ځای کې چې لازمه شی،د امنیت له ګډوډونکو عواملو اوعناصرو سره مقابله کوو او دخپلو دفاعی توانمنیو د لوړتیا لپاره له هیجا اجازت نه اخلو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 19, 2019 10:37 Asia/Kabul
  • داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانودعمومی قوماندان له نظره دامریکا دقدرت ځوړتیا

ایران هیڅکله هم په سیمې کې په پوځی نښتو او تاؤتریخوالو پسې نه دی،خو مونږ دښمانو اوتیریګرو ته ورښودلې ده چې په هر وخت او هر ځای کې چې لازمه شی،د امنیت له ګډوډونکو عواملو اوعناصرو سره مقابله کوو او دخپلو دفاعی توانمنیو د لوړتیا لپاره له هیجا اجازت نه اخلو .

داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان روښانه کړې،دامریکا باؤ په ځوړتیا دی او خپلې انتها ته درسیدو په حال کې دی .

 د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان سردارحسین سلامی  پرون په یولړ څرګندونو کې دامریکا د ګواښونو او همداراز  د سیمې د بدلونونو په باب  دځینو رسندوئی  ټولنو د ارزونو په باب ددې خبرې په کولو سره چې،دایران د اسلامی جمهوریت او دایران دملت موقعیّت ډاډمن  او خوښ دی،وئیلی دی،داسلامی ایران قدرت  دغوړیدا  او تثبیت په لاره کې دی . سردار سلامی  په عین حال کې ټینګار کړی ،  ایران  له دښمن سره   په جنګ کې  په امریکا  له غور کونې او پر دښمن له تمرکز کونې  یوه شیبه  هم  دهغو د سټراټژیو او د چلند  دمثالونو  له تشخیصه غافل  نه دی .

 ایران هیڅکله هم  په سیمې کې  په پوځی نښتو او تاؤتریخوالو پسې نه دی ، خو  مونږ  دښمانو اوتیریګرو ته ورښودلې ده چې په هر وخت او هر ځای کې  چې لازمه شی ،د امنیت  له ګډوډونکو  عواملو اوعناصرو سره  مقابله کوو  او  دخپلو دفاعی توانمنیو د لوړتیا لپاره  له هیجا اجازت نه اخلو .

 په دې کې هیڅ شک  نشته چې  اسلامی ایران  له هر تیریګر سره  دمقابلې لپاره  ډیرې ټاکنې لری چې  یرغلګر به په چورلټ ډول غافلګیر کړی ..

 دایران داسلامی جمهوریت دفاعی او پوځی  قدرت  په تیره بیا  په توغندوی دفاعی حوزې کې قدرت لامل شوی دی،څو دسټراټژیکو مطالعاتو تینک ټینکس  یا د فکر کوټې،دایران پوځی قدرت  په قدرت سره د ټاکونکی ځواک په سویه نثبیت شوی ارزوی .

المحیط خبری سایټ  څه موده مخکې  په یوې شننې کې د واشنګټن دبهرنیو اړیکو د شورا  یوه راپور ته په  اشارې سره لیکلی دی ،  ایران  د په ماډرن  او پرمختللی راډار سسټم سنبال  په سلګونو هوا ضد دفاعی سسټم  مرکزونه او  داغیزشیندونکو هوائی دفاعی نظام په درلودلو سره ددې جوګه دی ،  په سلګونو هوائی حملو ته  په لوړ قدرت سره  ځواب ورکړی  او  خوځنده توغندی  په نښه کړی . په  دغه راپور کې ټینګار شوی دی ، دایران په سمندری بیړیو کې  جنګی بیړۍ،اوبتلونه،په بیلابیلو واټنونو سره په سمندری توغندیو سنبال په سلګونوچټک ماکوګان،له مځکې په سمندرویشتونکی پرمختللی توغندی  شامل دی،چې ددې جوګه دی،په فارس خلیج او عمان سمندر کې  هر سمندری ټارګټ پخپل شیشت کې په راوستوسره نابودلی شی.

  اسلامی ایران  همداراز  بیلابیل ډول په زرګونو توغندی لری  چې  په هغو کې تر ټولو مهم، شهاب یو ، دوه او درې ډوله توغندی  شامل دی  چې  دوه زره کلومیټر په واټن په ټارګټ لګیږی . 

 د واشنګټن د نړیوالو اوسټراټژیکو مطالعاتو دمرکز شناندی آنتونی کورډزمن پخپلې یوې څیړنې کې  دایران دفاعی توانمنیو  ته په اشارې سره  روښانه کوی ، ایران  په فارس خلیج سیمې کې یو تر ټولو قدرتمند پوځی ځواک دی ،  دایران په ضد  په هر ډول پوځی بلاغوښتنې کې به ،تهران  په سیمې کې ستره لړزونکی زلزله   رامینځة کړی ، ځکه ایران  په سیمې کې دامریکا  د ګټو د ټارګت کولو لپاره  ډیر پوځی پلانونه لری .

  داسې ښکاری  په دې زمینې  کې  په امریکا کې ځینی  ناپوه عناصر،یو ځل بیا له غلطو محاسباتو سره مخامخ شوی او دهغوی چټی خیالونه ، له جامعې  نړیوالې ایټمی موافقې څخه دامریکا په وتلو سره نورهم زیات شوی دی . 

 هماغه ډول چې  د سردار حسین سلامی  په څرګندونو کې وئیل شوی دی ،دامریکا د ماتو اصلی ریښه  ددغه هیواد په سیاسی فلسفې کې نغښتی دی  چې  دملتونو او هیوادونو په اړوندولو او اسیر کولو کې ئې هلې ځلې دهغوی ځانګړنې دی .خو دامریکا دسلطه غواړو سیاستونو دتپلو پړاؤ  اوس پای ته رسیدلی دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای په یولړ څرګندونوکې دایران دملتداقتدار اصلی مولفو ته په اشارې سره ټینګار کړی دی،داسلامی نظام د دفاعی قدرت  له سیاسته موخه ، دنړیوالو سرزورو له خوا په ایران دتیری دخیال مخنیوی دی .

 دوی همداراز روښانه کړې ده،دښمنان دې پوه شی،چې که په ایران د تیری فکر کوی،نوله سختاوغاښ ماتونکی غبرګون سره بهمخ شی،ځکه  دوی ممکنه ده  پیلونکی شی،خو د کار پای به د دوی په لاس کې نه وی .