د ایران خلک له دښمن سره مقابلې ته چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82371-د_ایران_خلک_له_دښمن_سره_مقابلې_ته_چمتو_دي
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د انتفاضې او قدس د کمیټې مشر وویل: د ایران خلک له دښمن سره مقابلې ته تیار دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2019 11:06 Asia/Kabul
  • د ایران خلک له دښمن سره مقابلې ته چمتو دي

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د انتفاضې او قدس د کمیټې مشر وویل: د ایران خلک له دښمن سره مقابلې ته تیار دي.

جنرال رمضان شریف نن په تهران کښې د جمعې د لمانځه له خطبو مخکښې په یوه وینا کښې په خپله وینا کښې په ۱۹۸۲ کال کښې د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې په درنښت سره زیاته کړه: د ایران ولس د خرمشهر په فتح کولو کښې امریکې ته وښودله چې د امریکې لاس پوڅي او انډیوالان به هیڅ ونه کړی شي.

سردار شریف هم داشان د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې څرګنده کړه چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ (د پيړۍ د معاملې) په طرحې سره د فلسطین د ولس د نابودۍ په لټه کښې دی.

هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ چې امریکا نن سبا نه له سیاسي لحاظه د فلسطین له مقاومت سره د مقابلې توان لري او نه له پوځي نظره، او په غزې باندې د صهیونیسټانو په وروستۍ حمله کښې نیواکګر له ۷۲ ساعتونو هم په لږ وخت کښې د اوربند منلو ته مجبور شول.