ایران له امریکا سره په مبارزې کښې بریالی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82404-ایران_له_امریکا_سره_په_مبارزې_کښې_بریالی_دی
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا له یوشمیر خبریالانو سره په مرکه کښې د اسلامی ایران پرضد د امریکا اقتصادی او سیاسی دباونو ته په اشارې سره وویل دایران ملت هیڅکله دباونو ته نه دی تسلیم شوی او نه به تسلیم شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2019 00:27 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې دامریکا د سعودي عربستان او دصهیونیسټ رژيم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري.
    دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې دامریکا د سعودي عربستان او دصهیونیسټ رژيم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري.

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا له یوشمیر خبریالانو سره په مرکه کښې د اسلامی ایران پرضد د امریکا اقتصادی او سیاسی دباونو ته په اشارې سره وویل دایران ملت هیڅکله دباونو ته نه دی تسلیم شوی او نه به تسلیم شی .

حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا ایران په ګونډو نشی کولای وویل دایران اسلامی جمهوریت په پریکنده توګه له امریکا سره د مبارزې په ډګر کښې بریالی دی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز له اټومی تړون دامریکا په غیرقانونی ډول وتلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل نن سبا دنړۍ ټول هیوادونه او نړیوالې موسسې له نړیوال اټومی تړون د وتلو په خاطر  په امریکا نیوکې کوی .

امریکا له اټومی تړون وتلو وروسته دایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقدامات پیل کړی دی .

دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې دامریکا د سعودی عربستان او دصهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری.

Image Caption