ایران د اټومی وسلو جوړول حرام ګڼی
-
ایران د اټومي وسلو دجوړولو هڅه نه کوي .
پارس ټوډی سایټ راپور ورکړی دایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیګا دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ ادعا ته په غبرګون کښې چې ویلی یې دی تهران د اټومی وسلو دجوړولو هڅه کوی وویل داسلامی انقلاب ستر لارښود ډیره موده مخکې د اټومی وسلو حراموالی اعلان کړی .
هغه وویل داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډیره موده مخکې د اټومی وسلو د تولید د منع په هکله د یوې(۱) فتوا په ورکولو سره وویل ایران د اټومی وسلو دجوړولو هڅه نه کوی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې د بی ټیم (Team B ) یعنی دامریکا د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن، د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ، د سعودی عربستان دولیعهد محمد بن سلمان او د متحده عربی اماراتو د ولیعهد بن زاید اقتصادی ترهګرۍ د ایران خلکو ته تاوان رسوی او په سیمه کښې تاوتریخوالی رامینځته کوی وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ خبرې نه بلکې اقدامات به وښیی چې د هغه هدف همدا دی او که نه .؟
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په ټوکیو کښې د جاپان له لومړی وزیر شینزو ابه سره په ګډ خبری کانفرنس کښې یوځل بیا دایران پرضد د چټی تورونو په تکرارولو سره ادعا وکړه دایران په اسلامی جمهوریت د دباو د راوستلو یوازنی هدف اټومی وسلو ته دتهران د رسیدا مخه نیول دی .
ټرمپ په دوام کښې په خپلو چټی څرګندونو کښې ادعا وکړه چې د ایران د اقتصاد دغوړیدا غوښتونکی دی .