ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82493-ورځپاڼو_ته_د_کتنې_پروګرام
دتهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2019 06:52 Asia/Kabul
  • واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان سياست‌والو او طالب استازو په ګډون د مسکو غونډې ته پام کړی دی.
    واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان سياست‌والو او طالب استازو په ګډون د مسکو غونډې ته پام کړی دی.

دتهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو.

کیهان ورځپاڼې په خپل لومړی مخ دایران د پوهنتونونو له زرګونو استادانو او دعلمی پلاویو له غړیو سره داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای  کتنې ته انعکاس ورکړی دی او دهغه له قوله یې لیکلی دی خبرې د دباو د ستراتیژۍ د بشپړولو لپاره دامریکا تاکتیک دی .

دمشر تابه ستر مقام زیاته کړه د روان کال د قدس ورځ له بل هر کال څخه مهمه ده ځکه چې امریکا او دهغه ځینې عرب ملګری هیوادونه د پیړۍ په معاملې سره په نړۍ کښې د فلسطین د مسلې د هیرولو هڅه کوی خو دوې به ناکامه شی .

دامریکا ایسوسی ایټیډ پریس (Associated Press) خبری اژانس د ایران او دامریکا ترمینځ په روان تاوتریخوالی کښې د صهیونیسټ رژیم د چپتیا علت ایشوا کړی او ویلی یې دی اسرائیل د لبنان دحزب الله غورځنګ له توغندیو ویریږی .

د فلسطین بیلابیلو ډلو په جلا جلا پیغامونو کښې د قدس د نړیوالې ورځې په لاریونونو کښې د اسلامی نړۍ د خلکو د پراخ ګډون او د پیړۍ دمعاملې د غندلو غوښتنه وکړه .

د لبنان دحزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله وویل دښمانان دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې د هوښیار مشر په شتون سره د مقاومت په جبهې هیڅ شی نشی ورتپلی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری  ټینګار وکړ سپین خولی (White Helmets)د انګلستان جاسوسۍ ادارې ایم ایی سیکس (MI6) جوړ کړی دی .

دعراق د الحشد الشعبی ولسی ځواک یوه (۱) قومندان علی الحسینی دهغو  قبایلی شیخانو په وسلو د سمبالولو په هکله چې له داعش او القاعده ترهګرو ډلو سره یې ملګرتیا کړی ده د امریکا د خطرناک پلان په هکله خبرداری ورکړ .

هغه وویل امریکا د عراق د بې ثباته کولو لپاره هر کار کوی او د دغه هیواد لپاره زیات سپیره پلانونه لری .

دافغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف په ماسکو کښې د افغانستان د طالبانو له پلاوی سره له خبرو اترو وروسته وویل زه نیت لرم چې د دغه ډلې پرضد د لګیدل شویو بایکاټونو د لغوه کیدا په هکله له ملګرو ملتونو سره خبرې وکړم .

فارن پالیسی (Foreign Policy) مجلې په اروپا کښې د توکمپالنې او د سرزورۍ د ګروهنې په زیاتیدا سره په دغه لویه وچه کښې د دغه خطرناکې ښکارندې دجرړې د موندلو هڅه کړی ده او ویلی یې دی په اروپا کښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ د ودې یوه(۱) اصلی جرړه د بوسنیا جنګ دی .

د صهیونیسټ رژیم پوځی څارنوال شارون افک وویل هغه پوځیان چې په جنګونو  کښې دفلسطین خلک ووژنی له مصونیت یعنی خوندی توب څخه برخور دی .

اوس به دتهران چاپ همشهری ورځپاڼه ولولو .

همشهری ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ د پوهنتونونو له زرګونو استادانواو د علمی پلاویو له غړیو سره د اسلامی  انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای کتنې ته انعکاس ورکړی دی او دهغه حضرت په قول یې لیکلی دی .

خبرې د امریکا د دباو بشپړونکی دی او مونږ د  ناموسی مسائیلو په هکله له چا سره خبرې نه کوو .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړه د روان کال د قدس ورځ له بل هر کال څخه مهمه ده ځکه چې امریکا او دهغه ځینې عرب ملګری  دپیړۍ په معاملې سره په دنیا کښې د فلسطین د مسلې دهیرولو هڅه کوی خو دوې به ناکامه شی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دایران ملت به روان کال د قدس ورځې په لاریونونو کښې په پراخ ګډون سره د تاریخ دمظلومانو په تیره بیا د فلسطین د خلکو ملاتړ اعلان کړی او وبه وایی چې د ظالمانو په مقابل کښې بریالیتوب ته تر رسیدا پورې مقاومت کوی .

دایران د باندنیو چارو دوزارت ویاند عباس موسوی ابوظهبۍ ته  په سفر کښې دامریکا دملی امنیت د سلاکار جان بولټن ادعا ته په غبرګون کښې د متحده عربی اماراتو په الفجیره بندر کښې په څو کشتیو حملې کښې د تهران لاس لرل په کلکه رد کړل او دغه ادعا  یې د ایران ضد د بی ټیم(Team B) د ورانونکو سیاستونو او د ذهنی پروګرامونو له کبله وبلله .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملی امنیت  سلاکار جان بولټن ترمینځ اختلافات زیات شوی دی او ولسمشر شاید دهغه پرځای بل کوم کس وټاکی .

دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان ، د متحده عربی اماراتو له واکمن محمد بن زاید سره یوځاې کوشش کوی چې امریکا او ایران له یوبل سره په جنګ واچوی .

دجاپان لومړی وزیر شینزو ابه (Shinzō Abe) د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته دلومړی ځل لپاره ایران ته راځی .

دجاپان لومړی وزیر شینزو ابه(Shinzō Abe) د غبرګولی دمیاشتې په شپږمه (۶)نیټه په ټوکیو کښې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنې کښې دایران او دامریکا ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره دخپل  هیواد د چمتووالی خبر ورکړی وو .

دامریکا ولسمشر ټرمپ هم له ایران سره د روغې جوړې لپاره د جاپان دلومړی وزیر شینزو ابه د مینځګړیتوب هرکلی کړی دی ،

نچیروان بارزانی د عراق د کردستان سیمې د مشر په توګه غوره شو .

چین او روسیه د بحرین په اقتصادی کانفرنس کښې چې د فلسطین او دصهیونیسټ رژیم لپاره د دامریکا د سولې د پلان یعنی دپیړۍ د معاملې د اجرا په لړ کښې ترسره کیږی ګډون نه کوی .

دافغانستان د صرافانو اتحادیې وویل د امریکا د  ډالر په مقابل کښې د افغانۍ بیه ډیره کمه شوی ده چې په تیرو اتلسو(۱۸) کلونو کښې یې هیڅ ساری نشته .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په ادلب ولایت کښې د ترکیې د جاسوسۍ ادارې «میت»  له پټې غونډې چې د جبهه النصره او دنورو ترهګرو ډلو دمشرانو په شتون سره شوی وه پرده پورته کړه .

بشار جعفری وویل د سوریې دخلکو مشکلات د ترهګرو ډلو دجنایتونو په خاطر دی او زیاته یې کړه په ترهګرو سربیره دامریکا ائتلاف او دهغه ګوډاګیان هم د بشریت پرضد جنایت او جنګی جنایتونه کوی .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون او د جرمنی صدراعظمه میرمن انګلا مرکل د اروپا د کمیسیون د راتلونکی مشر  دټاکلو په هکله د نظر اختلاف لری .

دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن متحده عربی اماراتو ته تللی دی چې ددغه هیواد له چارواکو سره د سیمې دمهمو امنیتی مسائیلو په هکله وغږیږی .

اوس به دتهران چاپ جوان ورځپاڼه وګورو .

جوان ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ د پوهنتون له زرګونو استادانو او دعلمی پلاویو له غړیو سره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی کتنې ته انعکاس ورکړی دی .

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دغه کتنې کښې فرمایلی دی دایران اسلامی جمهوریت به له امریکا سره خبرې ونکړی .

دمشرتابه ستر مقام زیاته کړه د فلسطین دفاع یوازې اسلامی موضوع نه ده بلکې وجدانی او انسانی موضوع هم دهن   چې  البته د مسلمانانو لپاره  شرعی او دینی دنده هم لری .

جوان ورځپاڼې دغه راز په یوه(۱) راپور کښې زیاته کړی ده اسلامی نړۍ په داسې حال کښې د قدس د نړیوالې ورځې دلاریون هرکلی کوی چې د پیړۍ دمعاملې په چوکاټ کښې د سیمې له ځینو عربو هیوادونو سره د صهیونیسټ رژیم او دامریکا خوځښتونو د فلسطین حالات له بل هروخت څخه زیات پیچلی کړی دی .

دافغانستان طالبانو د ماسکو د سولې په خبرو کښې ګډون کړی دی او احتمال شته چې روان کال هم له کوچنی اختر مخکې اوربند اعلان کړی .

له ایران سر د خبرو اترو د لارې دهوارولو لپاره له جاپان څخه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د بلنې یوازې دوه (۲) ورځې وروسته د ملی امنیت سلاکار جان بولټن چې متحده عربی اماراتو ته تللی د الفجیره مشکوکه حمله د ایران کار وباله او په دغه کار سره د ټرمپ او دجان بولټن ترمینځ اختلاف له بل هروخت څخه زیات ښکاره شوی دی .

دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په یوې (۱) وینا کښې د امریکا د سولې په پلان او د بحرین په اقتصادی غونډې نیوکې سره وویل دپیړۍ معامله یا شرمونکی معامله او اقتصادی غونډه به جهنم ته لاړه شی .

دامریکا نیشنل اینټرسټ (tNational Interes)مجلې وویل د نړیوال سیاست اکثره کارپیژاندی باوری دی چې په نړۍ کښې دامریکا قدرت په ځوړتیا دی .

د اروپای اتحادیې د اقتصادی اطلاعاتو اداره یورو اسټاټ وایی  دامریکا له بایکاټونو د ویریدا په خاطر له ایران سره د اروپا تجارت دریمې(۳) برخې ته رسیدلی دی .

اوس به دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .

اطلاعات ورځپاڼې هم دایران د پوهنتونونو له زرګونو استادانو سره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی کتنې ته انعکاس ورکړی دی او ویلی یې دی ایران د  ناموسی مسائیلو په هکله له چا سره خبرې نه کوی .

د جرمنی ډویچه وله (Deutsche Welle)راډیو ویل د یمن دانصار الله غورځنګ بې پایلوټه الوتکو د دغه هیواد په ګټه دقدرت انډول بدل کړی دی .

د عراق  ولسمشر برهم صالح وویل په خپل هیواد کښې دترکیې پوځی عملیات نه منو .

امریکا په سوریې کښې له ایران سره د رسندوی جنګ لپاره پینځه اویا (۷۵) میلیونه ډالره بیل کړل .

دفلسطین حماس غورځنګ وویل د پیړۍ معامله له شا څخه په فلسطین د چاړې(چاقو) ګوزار دی .

دپاکستان خلکو اټومی بم ته د خپل هیواد درسیدا  د یویشتمې (۲۱) کلیزې په مناسبت جشنونه ترسره کړل .

ایران د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د رغنده اړیکو د ټینګولو لپاره چمتو دی .

دایران د سفیر په نوښت په ماسکو کښې د قدس د نړیوالې ورځې په موضوع ګردی میز ترسره شو .

لوبلاګ خبری سایټ راپور ورکړ له ایران سره دامریکا د جنګ لګښت به د ویټنام له جنګ او د دوهم(۲) نړیوال جنګ له لګښتونو زیات وی او واشنګټن په دغه جنګې زیاتې مرګ ژوبلې  لری .

په ماسکو کښې د افغانستان د سولې دوهمه(۲) غونډه وشوه .

اوس به دامریکا د څو مهمو ورځپاڼو سرټکی درسره شریک کړو .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان سیاست‌والو او طالب استازو په ګډون د مسکو غونډې ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر رئیس ملا عبدالغنی برادر لومړی ځل د رسنیو مخې ته ودرېد او سولې ته پر اړتیا یې خبرې وکړې.

له دې سره چې ملابرادر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړ، خو د واشنګټن پوسټ په څېړنه د ده څرګندونې ښیې چې د طالبانو مشرتابه اوس غواړی چې د سولې خبرې پرمختګ وکړی.

په مقاله کې راغلی چې د پخوا په څېر په‌دې غونډه کې هم د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ مخامخ خبرې ونه‌شوې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د روسیې دریځ ته په اشارې لیکلی چې وایی، دې هېواد په ۱۹۸۹میلادی کال کې د افغانستان په جګړه کې ماتې وخوړه او اوس بېرته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ایستلو په پروګرام سره خپل ځان احتمالی نفوذ ته چمتو کوی.

د ورځپاڼې په وینا، د روسیې هڅې د طالبانو او امریکایانو تر منځ له خبرو سره په یوه وخت روانې دی او په همدې حال کې کریملین خپل نظامی حضور د افغانستان له شمال سره پر پوله زیات کړی دی.

ډیفنس پوسټ خپرونې په غور ولایت کې د جام د منار په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په مقاله کې د چهارشنبې په ورځ د چاوراکو له قوله راغلی چې ګڼو طالبانو د افغانستان د لرغونی جام منار د امنیت لپاره پر ګومارل شویو امنیتی ځواکونو حملې کړی او ۱۸ سرتېری یې وژلی دی.

ډیفنس پوسټ لیکی چې دا حمله په‌داسې حال کې شوی چې د ۱۲مې پیړۍ دا منار د سیلاب له خطر سره مخامخ شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې موقعیت لرونکی د جام منار له خښتو جوړ په ټوله نړۍ کې دوهم لوړ منار دی چې اوږدوالی یې ۶۵متره ته رسېږی.

د جام منار له یونسکو سره د نړۍ د میراثونو په لېست کې ثبت دی.