اسلامی ایران د فلسطین په موضوع ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82500-اسلامی_ایران_د_فلسطین_په_موضوع_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزارت وویل د قدس نړیواله ورځ دصهیونیسټ غاصب رژیم له اویا(۷۰) کلونو ظلم، تیری او جنایت وروسته د فلسطین په کلابندۍ او کډوالۍ کښې د ښکیل ملت د مظلومیت نښه او مظهر دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2019 08:01 Asia/Kabul
  • په ایران او دنړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې سبا د قدس نړیواله ورځ لمانځل کیږي او ګڼ شمیر خلک په لاریونونو کښې ګډون کوي .
    په ایران او دنړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې سبا د قدس نړیواله ورځ لمانځل کیږي او ګڼ شمیر خلک په لاریونونو کښې ګډون کوي .

زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزارت وویل د قدس نړیواله ورځ دصهیونیسټ غاصب رژیم له اویا(۷۰) کلونو ظلم، تیری او جنایت وروسته د فلسطین په کلابندۍ او کډوالۍ کښې د ښکیل ملت د مظلومیت نښه او مظهر دی .

د ایران خارجه وزارت وویل صهیونیسټ رژیم دخپل موجودیت د تور تاریخ په اوږدو کښې په نیواکی ټاټوبو کښې  ډول ډول بشرضده جنایتونه ، نسل وژنې او قتلونه کړی دی چې تراوسه یې د زرګونو بې ګناه انسانو له کډوالیدا، زندانی کیدا او شکنجه کیدا او د زرګونو فلسطینی ماشومانو له یتیم کیدا او په سیمه کښې د ناامنۍ او دبې ثباتۍ له رامینځته کیدا پرته بله هیڅ نتیجه نه ده لرلی .

دایران د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې د اسلامی حکومتونو او دملتونو ترمینځ د وحدت په ساتلو ټینګار سره وویل مسلمانان باید د اسلامی امت ترمینځ د تفرقې درامینځته کولو او د اسلامی نړۍ د لومړۍ(۱) مسلې په توګه د فلسطین د موضوع  د هیرولو لپاره د صهیونیسټ رژیم او دهغه دملاتړو ددسیسو په  مقابل  کښې مقاومت وکړی او د پیړۍ د معاملې د پلان د عملیاتی کیدا او په بحرین  کښې د دوکې د ورکولو دغونډې دجوړیدا مخه ونیسی .

په ایران او دنړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې سبا د قدس نړیواله ورځ لمانځل کیږی او ګڼ شمیر خلک په لاریونونو کښې ګډون کوی .