ایران ته د ټرمپ دحکومت ضد ونقیض پیغامونه (بشپړریډیوئي تحلیل)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82508-ایران_ته_د_ټرمپ_دحکومت_ضد_ونقیض_پیغامونه_(بشپړریډیوئي_تحلیل)
ټرمپ له تهران سره دخبرواترو لپاره د چمتووالی پر اعلان سربیره ټینګار کړی دی ، چې خپل ټیلیفون شمیره ئې په ایران کې دامریکا دګټو دساتونکی په توګه د سویس ته ورکړې څو ایرانی چارواکی ورسره تماس ټینګ کړی . ټرمپ جاپان ته پخپل وروستی سفر کې حتی د جاپان د لومړی وزیر شینزو آ به د مینځګړیتوب او په همدې خاطر تهران ته دهغه دسفر هرکلی وکړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 30, 2019 10:16 Asia/Kabul
  • ایران ته د ټرمپ دحکومت  ضد ونقیض پیغامونه    (بشپړریډیوئي تحلیل)

ټرمپ له تهران سره دخبرواترو لپاره د چمتووالی پر اعلان سربیره ټینګار کړی دی ، چې خپل ټیلیفون شمیره ئې په ایران کې دامریکا دګټو دساتونکی په توګه د سویس ته ورکړې څو ایرانی چارواکی ورسره تماس ټینګ کړی . ټرمپ جاپان ته پخپل وروستی سفر کې حتی د جاپان د لومړی وزیر شینزو آ به د مینځګړیتوب او په همدې خاطر تهران ته دهغه دسفر هرکلی وکړ .

دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تل د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد  غلیمانه دریځ غوره کړی  او  د واشنګټن د  غوښتنو دمنلو لپاره ئې  دایران  د اړ ایستلو  په موخې سره  دتهران په ضد پر لازیاتو دباؤنو ټینګار کړی دی .

 په عین حال کې دغه منفی کړچار،د ټرمپ د حکومت د تمې په اپوټه،د واشنګټن د خوښې  اغیزې  له ځان سره نه دی درلودلی . نو ځکه تر دې دمه  له ایران سر دخبرواترو لپاره  دامریکا دچمتووالی په زمینې کې  ځینی نښې نښانې  رابرسیره کیږی . په هغو  کې دا چې  ټرمپ  له تهران سره دخبرواترو لپاره د چمتووالی پر اعلان سربیره   ټینګار کړی دی ، چې   خپل ټیلیفون شمیره ئې   په ایران کې دامریکا دګټو دساتونکی  په توګه د  سویس ته  ورکړې څو ایرانی چارواکی ورسره تماس ټینګ کړی . ټرمپ  جاپان ته پخپل وروستی سفر کې  حتی  د  جاپان د لومړی وزیر  شینزو آ به د مینځګړیتوب او په  همدې  خاطر تهران  ته دهغه دسفر  هرکلی وکړ .

 له دغو دریځونو او اقداماتو سره سره ،البته واشنګټن هماغه راز  دایران په ضد د دباؤنو پر زیاتولو  او له ایرانه د ویرولو  دپروسې پر پراخولو  ټینګار کوی او   دایران  دتش په نامه ګواښونو سره د مقابلې لپاره د عربو هیوادونو د یووالی غوښتونکی شوی دی .په دې توګه،د ټرمپ حکومت په یووخت  دایران په وړاندې  خبرواترو  ته  بلنه او ددباؤ دسختولو سیاست  وړاندې کړی دی .  په دې باب  دامریکا دخارجه وزارت ویندوئې مورګن اورتګس په خبری کنفرانس کې مدعی شوی،هیواد به ئې  دایران په ضد لازیاتو دباؤنواعمالولو ته دوام ورکړی څو تهران  خبرواترو ته اړباسی .

Image Caption

 

امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقط  له وتلو  وروسته ، دایران په ضد د دباؤ د اعمالولولپاره هراړخیزو ورانکاریو ته مخه کړې ده.د واشنګټن چارواکو وئیلی دی له غه کاره ئې موخه،له تهران سره داسې نوی موافقې ته لارس رسی دی،چې په هغې کې  دامریکا د نظر وړ  درستې مسئلې په نظر کې ونیول شی  .

 د امریکا دغه کړچار د واشنګټن د سلطه پالو موخو د مخالف یوه نړیوال قدرت په توګه د  روسیې له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی .  په دې زمینې کې  د روسیې مرستیال خارجه وزیر  سرګئ ریابکوف تهران ته  له سفر او له ایرانیو چارواکو سره له خبرواترو وروسته ، دایران  په وړاندې د امریکا دحکومت  په دریځونو سختې نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ، واشنګټن د اسلامی  په ویرولو پسې ده .د ورسیې مرستیال خارجه وزیرپه دغو خبرو کې چې  پنجشنبې په سهار وختی خپرې شوی وئیلی دی ،که امریکا واقعا  له ایران سره په خبرواترو اوتعامل پسې وی ،نو باید اعلان وکړی،چې حاضره ده ،په خبرواترو کې دایران  دشتون په بدل کې څه شی وړاندې کوی .

Image Caption

 

 دامریکا غلیمانه او دوه ګوڼی چلند او دوه مخیتوب ددې لامل شوی څو  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  هم له واشنګټن سره  هر  ډول خبرې اترې رد کړی .اسلامی انقلاب معظم لارښود  دچارشنبې په مازدیګر  دایران دپوهنتونونو د استاذانو په ټول کې ، خبرې اترې،دایران په ضد ددباؤ دسټراټژۍدبشپړولولپاره دامریکا تاکتیک بللی  په دې خبرې ئې په بیا ټینګار سره  چې  مخکې  هم وئیل شوی ،  له امریکا سره  دخبرواترو نه کول،په دې علت دی چې اولاً  هیڅ ګټه نه لری او دوهم دا چې تاوانی  دی .داسلامی انقلاب معظم لارښود د مئ په څوارلسمه نیټه هم  د اسلامی انظام د چارواکو اومسئولانو  په ټول کې ټینګار کړی ،  دایران دملت پریکنده ټاکنه ،  دامریکا په مقابل کې مقاومت دی  اوپه دغې مخامخیدنې کې به  امریکا شاتګ ته اړشی .

Image Caption

 

 دایران په وړاندې د امریکا کړچار  یوازې پر ګواښ ،زور اواجبار مشتمل دی .په عین حال کې ایران په تیرو څلویښتو کلونو کې تل  د امریکا دسیاستونو او کرغیړنو اقداماتو په  مقابل کې  مقاومت کړی دی  او عملاً ئې  د واشنګټن  دسیسې شنډې  او بې اغیزې کړی دی . په عین حال کې  ایران ثابته کړې ده چې  په بریالیتوب سره  د امریکا په بندیزونو دبرلاسه کیدا او د  ډونالډټرمپ دحکومت  له غلیمانه سیاستونو سره دمقابلې بشپړ جوګه دی .

Image Caption