د پوله ايز تجارت په زياتولو د ايران او پاکستان تاکيد
د ايران د خارجه وزير مرستيال او د پاکستان د بلوچستان صوبې وزيراعلی د پوله ايزو تجارتي ملګرتيا په زياتولو تاکيد وکړ.
د ايران د خارجه وزير مرستيال سيد رسول موسوي نن د پاکستان د بلوچستان صوبې د وزيراعلی امان الله ياسين زۍ په کتنه کښې د تجارتي په تېره بيا د پوله ايزو تجارتي ملګرتياو د پراختيا په اړه وويل، ايران چمتو دے چې د بلوچستان صوبې د ترقۍ په پروګرامونو کښې له پاکستان سره مرسته وکړي.
هغه همدارنګ د پاکستان د کوئټې ښار د سوداګرۍ د کوټو له استازيوسره هم په کتنه کښې زياته کړه، ايران چمتودے چې له پاکستان سره رېلي ملګرتياوې زياتې کړي او پکار دي د سوداګرو او پانګه والو د مشکلاتو هوارے د دواړو هېوادونو ترجيح وګرځي.
سيد رسول موسوي د پاکستان د بلوچستان صوبې د قبائيلي سيمو له استازيو سره هم په کتنه کښې د ګډوپولو د امنيت د زياتولو په موضوع باندې په تاکيد سره وويل، د دوو اړخيزه تجارت د پراختيا د شروع کولو لپاره له ترهه ګرۍ سره مبارزه لازمي ده.
په کوئټه کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې له چارواکو سره د ايران د پلاوي په کتنه کښې همدارنګ د دوو اړخيزه تجارت ترپينځو ميليارډ ډالرو ته د رسولو نه علاوه په پاکستاني پولوکښې زائرينو ته د سهولتونو د ورکولو په اړه هم خبرې اترې اوشوې.