په ایران کښې سبا د اختر لمونځ کیږی
Jun 04, 2019 10:50 Asia/Kabul
-
په ایران سربیره د اردن ، سوریې ، مصر ، فلسطین ، سوډان او تیونس په شمول په ځینو نورو هیوادونو کښې هم سبا د اختر ورځ ده .
زمونږ خبریال وایی د ایران دکوچنی نیکمرغه اختر د د لمانځه دترسره کولو د کمیټۍ مشر سید باقر پیشنمازی وویل د کوچنی اختر لمونځ سبا د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په مشرۍ د تهران په امام خمینی رحمت الله مصلای کښې ترسره کیږی .
له دې مخکې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود ددفتر د میاشتې دلیدو د کمیټۍ غړی علیرضا موحد نژاد وویل سبا دشوال د میاشتې لومړۍ(۱)نیټه ده چې د کوچنی اختر ورځ ده .
په ایران سربیره د اردن ، سوریې ، مصر ، فلسطین ، سوډان او تیونس په شمول په ځینو نورو هیوادونو کښې هم سبا د اختر ورځ ده .
ټیګونه