ظريف: «دروغجن «ب» ټيم » يو ځل بيا جنجال جوړ کړے دے
د ايران خارجه وزير د اماراتو د الفُجېره بندر په پېښه کښې د ايران په تورنولو کښې د صهيونېسټي جاسوسي ادارې موساد د رول په ردعمل کښې تاکيد وکړ، «دروغجن «ب» ټيم » يو ځل بيا جنجال جوړ کړے دے.
صهيونېسټي رسنيو وړمه ورځ وويل، د صهيونېسټ رژيم جاسوسي ادارې موساد د اماراتو په الفجېره بندر کښې د څو چاودنو له رامنځته کېدو او د څلورو تېل وړونکو کيشتيو له زيانمنېدو نه تقريباً درې هفتې وروسته امريکه دې ته راضي کړې ده چې ايران په دغه پېښه کښې اصلي تورن اعلان کړي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف پرون په خپل ټوئيټ کښې وليکل، ايران د پېښو د رامنځته کېدو او د غلطو نښو نښانو ورکولو په باره کښې په ځلونو خبردارے ورکړےدے،خو دا ځل موساد د الفجېره په تخريبي عملياتوکښې د ايران د رول له رول لوبولو سره اړوند اطلاعات تحريف کړي دي.
د تېرې مۍ د مياشتې په دولسمه د اماراتو په الفجېره بندر کښې د يوې هېبت ناکې چاودنې متناقض خبرونه خپارۀ شول چې وړومبې دغه خبر د اماراتي چارواکو لخوا تکذيب شو خو په دوام کښې د دوام کښې د دغه هېواد خارجه وزارت اعلان وکړ چې د اماراتو له سيمه ايزو اوبوسره نزدې څلور کيشتۍ د تخريبي اقداماتو ښکار شوي دي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار جان بولټن له دغې پېښې وروسته په يوې بې بنياده ادعا کښې وويل، په دې کښې شک نشته چې ايران د اماراتو د الفجېره بندر په څو تېل اوړونکو کيشتيو د حملې د پېښې شا ته شتون لري.
«ب ټيم» ته د ايران د خارجه وزير اشاره په نړۍ کښې څو جنګ غوښتونکو سياستدانانو ته ده چې د نوم يا لقب وړومبے حرف يې په «ب» حرف سره شروع کيږي. لکه، د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو، د سعودي وليعهد بن سلمان، د اماراتو وليعهد بن زايد او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار بولټن.
 
							 
						 
						