دفرانسې دولسمشر څرګندونې له اټومی تړون سره مرسته نه کوی
-
پاریس او واشنګټن د ایران په وړاندې ګډ هدفونه لري او د اټومي تړون د مادو دپراخولو لپاره باید نوي خبرې وشي .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوی دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون له اټومی تړون وراخوا څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ددغو موضوعګانو مطرح کول د اټومی موافقې له ساتلو سره مرسته نه کوی .
عباس موسوی په دې خبرې سره چې اروپایی هیوادونه تراوسه له ځینو ویناګانو او سیاسی بیانیو سره سره له اټومی تړون دامریکا له وتلو وروسته په خپلو ژمنو او په اټومی تړون کښې په لیکل شویو وعدو عمل کولو کښې پاتې راغلی دی وویل اروپایی هیوادونه له اټومی تړون د وراخوا موضوعګانو په مطرح کولوسره نه یوازې د اټومی موافقې له ساتلو سره مرسته نه کوی بلکې د اټومی تړون د پاتې لورو د ډیرې بې اعتمادۍ زمینه برابروی او امریکا له دغه نړیوال تړون په غیرقانونی وتلو کښې چې ددغه تړون له دړې وړې کولو پرته بل څه نه وو خپل هدف ته نږدې کوی .
دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون پرون مازیګر دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره په ګډ خبرې کانفرنس کښې وویل پاریس او واشنګټن د ایران په وړاندې ګډ هدفونه لری او د اټومی تړون د مادو دپراخولو لپاره باید نوی خبرې وشی .