امریکا۲۲۳۱،پریکړه لیک،دخپل تفسیرپه اساس پر نورونشی تپلی
داسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک،اسلامی ایران د خپلو توغندوی فعالیتونو له ترسره کولو نه منع کوی،زیاته کړې ،دایران توغندی د ایټمی وسلولپاره نه دی پلان شوی.
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمدجواد ظریف بیګا په خپل ټولنیز چینل کې د امریکا له خوا د خپلو غوښتنو په اساس د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک دتفسیر لپاره ددغه هیواد اود هغې دمتحدانو دهڅې په غبرګون کې ټینګار کړی ، دوی په هغه ځای کې نه دی ، چې دخپلې خوښې تفسیر پر نورو وټپی .
جواد ظریف په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په خلاف ورزۍ سره له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ووتله ، لیکلی دی ، امریکا او متحدان ئې په داسې حال کې چې تیریګرو ته د یمن دمظلومو خلکو دعامو وژلو لپاره دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت ډول ډول وسلې ورکوی ، څه حیثیت لری ، چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک دتوغندوی چارو د بند په باب خپل تفسیر پر نورو وټپی .؟
داسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک،اسلامی ایران د خپلو توغندوی فعالیتونو له ترسره کولو نه منع کوی،زیاته کړې ،دایران توغندی د ایټمی وسلولپاره نه دی پلان شوی.
دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون چې هیواد ئې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دلاسلیک کونکی په توګه تر دې د مه ددغې نړیوالې موافقې د اجرا لپاره پخپلو ژمنو عمل نه دی و کړی،دپنجشنبې په مازدیګر ئې له خپل امریکائی همڅنګ ډونالډټرمپ سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، پاریس او واشنګټن دایران په وړاندې ګډې موخې لری او نوی خبرې اترې باید د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو دپراختیا لپاره پیل شی .ټرمپ هم په دغه خبری کنفرانس کې یو خل بیا داسلامی ایران په ضد خپل تورونه اوادعاګانې مطرح کړی او وئیلی ئې دی،ایران باید ایټمی وسلې ونه لری .
دټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس تردې دمه پخپلو پنځلسو راپورونو کې داسلامی ایران دایټمی فعالیتونو سوله ایز والی او نړیوالې ایټمی موافقې ته پابندی تائید کړې ده.