ایران د 15خرداد نومې ماډرن هوافضا ضد دفاعی سسټم جوړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82707-ایران_د_15خرداد_نومې_ماډرن_هوافضا_ضد_دفاعی_سسټم_جوړ_کړ
دایران د فاع وزیر ددغه دفاعی سسټم غوره ځانګړنې سم ټارګټ بللی او زیاته ئې کړې ده ، د ۱۵خرداد نومې ماډرن هوافضا ضد دفاعی سسټم ددې جوګه دی ، چې په یوه وخت شپږ ټارګټه وپیژنی او ورسره ښکیل شی او د شپږو ټارګټو په خلاف چټک عملیات وکړی او له مینځه ئې یوسی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2019 11:30 Asia/Kabul

دایران د فاع وزیر ددغه دفاعی سسټم غوره ځانګړنې سم ټارګټ بللی او زیاته ئې کړې ده ، د ۱۵خرداد نومې ماډرن هوافضا ضد دفاعی سسټم ددې جوګه دی ، چې په یوه وخت شپږ ټارګټه وپیژنی او ورسره ښکیل شی او د شپږو ټارګټو په خلاف چټک عملیات وکړی او له مینځه ئې یوسی .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ  د ۱۵خرداد نومې  ماډرن هوا فضا ضد دفاعی سسټم  چې  په بشپړ ډول ایرانیو  متخصصانو اوپوهانو په لاس جوړ شوی ،نن  په تهران کې افتتاح شو .

 د اسلامی ایران  دفاع وزیر سردار امیر حاتمی   ددغه ماډرن سسټم  په افتتاحی دستورو کې  پخپلې وینا کې ووئیل ،  دغه سسټم یرغلریزې بې پیلوټه الوتکې او د نورو  جنګی الوتکو په څیر ټارګټ ، په یو سل پنځوس کلومیټرۍ په حدودو کې پیژندلی او تر یو سل شل کلومیټرۍ پورې په حدودو کې ئې راګیرولی شی .

 سردار حاتمی  روښانه کړې ، د 15 خردادنومې ماډرن هوافضادفاعی سسټم  همداارز په پنځه اتیاکلومیټرۍ کې د پټو ټارګټونو دپیژندنې  او په ۴۵کلو میټرۍ کې  له هغوی سره دښکیلیدا او   تباه کولوتوانمنۍ لری .

Image Caption

 

 دایران د فاع وزیر ددغه دفاعی سسټم  غوره ځانګړنې سم ټارګټ بللی او زیاته ئې کړې ده ، د ۱۵خرداد نومې ماډرن  هوافضا ضد دفاعی سسټم  ددې  جوګه دی ، چې  په یوه وخت شپږ ټارګټه وپیژنی او ورسره ښکیل شی  او  د شپږو ټارګټو  په خلاف چټک عملیات وکړی او له مینځه ئې یوسی . 

Image Caption

 

 سردار امیر حاتمی ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  د خپل  دفاعی توان  دلوړتیا لپاره له هیچا اجازت  نه اخلی ووئیل ،دایران په شاوخوا هیوادونو کې ددیره له سیمې ورآخوا ځواکونو ډیرو زیاتو مرکزونو او اډو شتون ته په پام سره،د ۱۵خرداد په څیرماډرن ، مجهز اوکارنده هوافضا ضد د فاعی سسټم د دښمنانو د هوائی او توغندوی  ګواښونو په وړاندې د  ایران د اسلامی جمهوریت ساتنه کولی شی .    

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption