ځینی اروپائی هیوادونه له ایټمی موافقې په ناسمې استفادې پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82749-ځینی_اروپائی_هیوادونه_له_ایټمی_موافقې_په_ناسمې_استفادې_پسې_دی
د روسیې خارجه وزیر د ایران په ضد دامریکا د اقداماتو په باب هم ووئیل،د امریکا له خوا دامنیت شورا دپریکړه لیک نه اجرا کولو ته د نړۍ د اړباسلو لپاره هڅه په بشپړ ډول ښکاره شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 12, 2019 03:02 Asia/Kabul
  • ځینی اروپائی هیوادونه له ایټمی موافقې په ناسمې استفادې پسې دی

د روسیې خارجه وزیر د ایران په ضد دامریکا د اقداماتو په باب هم ووئیل،د امریکا له خوا دامنیت شورا دپریکړه لیک نه اجرا کولو ته د نړۍ د اړباسلو لپاره هڅه په بشپړ ډول ښکاره شوې ده .

 ایرناخبری آژآنس راپورورکړ  د روسیې  خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون  په ماسکو کې  په یوه نړیوال سیمنار کې  پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ایران تر دې ډمه  دجامعې  نړیوالې ایټمی موافقې  په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ عمل کړی دی ا و  ددغې نړیوالې موافقې  ساتل  تر  ډیره حده  د ا روپائی لورو  سره اړه لری .

 د روسیې خارجه وزیر  د ایران په ضد دامریکا  د اقداماتو په باب هم  ووئیل ،   دامریکا له خوا دامنیت شورا دپریکړه لیک نه اجرا کولو ته د نړۍ د اړباسلو لپاره  هڅه  په بشپړ  ډول ښکاره شوې ده .

 لاؤروف  همداراز وئیلی دی،ځینی لویدیځی هیوادونه په دې پسې  دی ، چې له ایرانه   کومه تیروتنه وشی یا کوم داسې ګام پورته کړی،چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  خلاف  وی .

 له دې سره په یو وخت د   جرمنی  خارجه وزیر هایکو ماس  او سویډ  خارجه وزیر مارګوټ والسټروم  په سټاکهم کې  د ایټمی وسلو   دختمولو  په غونډې کې  له جامعې ا یټمی موافقې  دامریکا  په وتلو په نیوکو سره  د واشنګټن دغه اقدام  ورانونکی بللی دی .