ځینی اروپائی هیوادونه له ایټمی موافقې په ناسمې استفادې پسې دی
د روسیې خارجه وزیر د ایران په ضد دامریکا د اقداماتو په باب هم ووئیل،د امریکا له خوا دامنیت شورا دپریکړه لیک نه اجرا کولو ته د نړۍ د اړباسلو لپاره هڅه په بشپړ ډول ښکاره شوې ده .
ایرناخبری آژآنس راپورورکړ د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون په ماسکو کې په یوه نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، ایران تر دې ډمه دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې پخپلو ژمنو بشپړ عمل کړی دی ا و ددغې نړیوالې موافقې ساتل تر ډیره حده د ا روپائی لورو سره اړه لری .
د روسیې خارجه وزیر د ایران په ضد دامریکا د اقداماتو په باب هم ووئیل ، دامریکا له خوا دامنیت شورا دپریکړه لیک نه اجرا کولو ته د نړۍ د اړباسلو لپاره هڅه په بشپړ ډول ښکاره شوې ده .
لاؤروف همداراز وئیلی دی،ځینی لویدیځی هیوادونه په دې پسې دی ، چې له ایرانه کومه تیروتنه وشی یا کوم داسې ګام پورته کړی،چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف وی .
له دې سره په یو وخت د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس او سویډ خارجه وزیر مارګوټ والسټروم په سټاکهم کې د ایټمی وسلو دختمولو په غونډې کې له جامعې ا یټمی موافقې دامریکا په وتلو په نیوکو سره د واشنګټن دغه اقدام ورانونکی بللی دی .