اسلامی ایران په مینځنی ختیځ او نړۍ کې امنیت ته ډیراهمیّت ورکوی
ډاکټر روحاڼی ددې خبرې په کولو سره چې د شانګهائی په غونډې کې د روسیې او چین په څیر مهم هیوادونه هم شتون لری زیاته کړې ، دغه دواړه هیوادونه داسلامی ایران دوستان دی او د واړه د ۱+۴ډلې غړی هیوادونه هم دی او په اوسنیو شرائطو کې ضرورت دی ، د ایټمی نړیوالې موافقې په باب هم له دغو دواړو هیوادونو سره خبرې اترې وکړو .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی قرغزستان ته له تلو مخکې په تهران کې په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، دایران هڅه تل د سیمې د امنیت او سولې د ساتنې لپاره ده او دګاونډیو او دسیمې د هیوادونو دامنیت په نسبت ئې خپل دغه حساسیّت په تیرو کلونو کې په عمل کې نندارې ته وړاندې کړی دی .
ډاکټر روحاڼی ددې خبرې په کولو سره چې د شانګهائی په غونډې کې د روسیې او چین په څیر مهم هیوادونه هم شتون لری زیاته کړې ، دغه دواړه هیوادونه داسلامی ایران دوستان دی او د واړه د ۱+۴ډلې غړی هیوادونه هم دی او په اوسنیو شرائطو کې ضرورت دی ، د ایټمی نړیوالې موافقې په باب هم له دغو دواړو هیوادونو سره خبرې اترې وکړو .
ټاکل شوې ده د اسلامی ایران ولسمشر نن د شانګهائی دغړو هیوادونو په سرمشریزې کې نن وینا وکړی او له دې وروسته به د آسیاد تعامل او اعتماد جوړونې دکنفرانس (سیکا) په پنځمې سرمشریزې کې د ګډون لپاره د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته لاړ شی .