ايران د اېشيا او اوقيانوسيې د ناستې وليبال د سياليو اتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82808-ايران_د_اېشيا_او_اوقيانوسيې_د_ناستې_وليبال_د_سياليو_اتل_شو
د ايران د سړيو ملي ټيم د اېشيا او اوقيانوسيې د ناستې وليبال د اتلولۍ په سياليو کښې اتل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2019 11:43 Asia/Kabul
  • ايران د اېشيا او اوقيانوسيې د ناستې وليبال د سياليو اتل شو

د ايران د سړيو ملي ټيم د اېشيا او اوقيانوسيې د ناستې وليبال د اتلولۍ په سياليو کښې اتل شو.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د ناستې وليببال ملي ټيم نن د اېشيا او اوقيانوسيې د سياليو په وروستۍ لوبه کښې د چين په مقابل کښې په صفر د دريو په کاميابۍ سره د دغو سياليو اتلولي ترلاسه کړه.

د ايران ټيم له دې مخکښې هم حتی له يو بائيلات نه بغېر د کامبوج، تائيلېنډ، چين، قزاقستان، جاپان او جنوبي کوريا ټيمونو د صفر په مقابل کښې په دريو ماتې و رکړه.

د 2019 کال د اېشيا او اوقيانوسيې د اتلولۍ سيالۍ د سړيو په برخه کښې د اوو ټيمونو په ګډون سره د جون د روانې مياشتې له لسمې نه تر پينځلسمې پورې د تائيلېنډ په بېنکاک کښې ترسره شوې.