ترراتلونکو لسوورځو پورې به دایران دیورانیموتولیدله۳۰۰کلوګرامه واوړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82849-ترراتلونکو_لسوورځو_پورې_به_دایران_دیورانیموتولیدله۳۰۰کلوګرامه_واوړی
کمالوندی ددې خبرې په کولو سره چې ایران دیورانیمو د درې سوه کلوګرامی حدودو له تیریدا وروسته به په درې اعشاریه اوه شپیته درجو سره د د پاخو شوو یورانیمو زیاتیدا هم ډیره کړی ، زیاته کړې ،دغه فی صدی زیاتیدا په آسانۍ سره تر شلو فی صدو پورې زیاتیدلی شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2019 13:14 Asia/Kabul
  •   ترراتلونکو لسوورځو پورې به دایران دیورانیموتولیدله۳۰۰کلوګرامه واوړی

کمالوندی ددې خبرې په کولو سره چې ایران دیورانیمو د درې سوه کلوګرامی حدودو له تیریدا وروسته به په درې اعشاریه اوه شپیته درجو سره د د پاخو شوو یورانیمو زیاتیدا هم ډیره کړی ، زیاته کړې ،دغه فی صدی زیاتیدا په آسانۍ سره تر شلو فی صدو پورې زیاتیدلی شی .

زمونږ خبریال  راپورراکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د  ایټمی انرژۍ د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی  نن دخبریالانو په ټول کې  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دمادو په  اجرا کې  د اروپائی هیوادونو  بدعهدیو ته په اشارې سره  ووئیل ، د اپریل تر ۲۷پورې به  یعنی تر راتلونکو لسو ورځو پورې  دایران دیورانیمو دتولید اندازه  له  درې سوه کلوګرامه واوړی .

بهروزکمالوندی  همدرااز  دنړیوالې ایټمی موافقې  دځینو ژمنتیاؤ  د درولو لپاره د ایران  د  وروستیو تخنیکی   اقداماتو په بیانولو سره زیاته کړې ،  په ایران کې د یورانیمو تولید تر څلور برابره شوی دی ، چې  د اسلامی ایران د لوړپوړو  چارواکو په فرمان سره  دغه تولید نوره هم زیاتیدلی شی .

 کمالوندی ددې خبرې په کولو سره چې  ایران  دیورانیمو د درې سوه کلوګرامی  حدودو  له تیریدا وروسته به  په درې اعشاریه اوه شپیته درجو سره د د پاخو شوو یورانیمو  زیاتیدا هم ډیره کړی ، زیاته کړې ،دغه فی صدی زیاتیدا  په آسانۍ سره  تر شلو فی صدو پورې زیاتیدلی شی .

  دایران دایټمی انرژۍ د ادارې  ویندوی  په دې خبرې په ټینګار سره  چې که تر  راتلونکو دوه نیمو میاشتو پورې ،ایران د درندو اوبو د زیرمو دصادراتو  په زمینې کې بازار ونه لرل شی،نو د هیواد د درندو اوبو زیرمې به له یو سل دیرشو ټنو زیات شی   ووئیل ، د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په اساس ،  د ایران  له اندازې زیاتې درندې اوبه  نړیوال بازار ته وړاندې کولی شی ، خو ممکنه ده  ایران   دخپلې اړتیا په دلیل  دغه  وړاندې کول هم ودروی .  کمالوندی  ددې خبرې په کولو سره چې  دتهران اقدامات د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ۲۶ او ۳۶مادو  په لړ کې دی ، ټینګار کړی ،که نړیواله ایټمی موافقه د اروپائی هیوادونو لپاره مهمه وی ،نو باید خپلې هڅې او دندې دې په ښه ډول ترسره کړی .