تخت روانچي: امريکه په افغانستان کښې د ناامنۍ ذمه واره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82893-تخت_روانچي_امريکه_په_افغانستان_کښې_د_ناامنۍ_ذمه_واره_ده
په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، په افغانستان کښې د امني د رامنځته کولو لپاره د کوشش په اړه د ايران په خلاف د امريکې تورونه په افغانستان کښې د امريکې د تېرو اتلسو کلونو د سياستونو له ماتې وروسته د عمومي افکارو د منحرف کولو په هدف سره مطرح کيږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2019 01:21 Asia/Kabul
  • تخت روانچي: امريکه  په افغانستان کښې د ناامنۍ ذمه واره ده

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل، په افغانستان کښې د امني د رامنځته کولو لپاره د کوشش په اړه د ايران په خلاف د امريکې تورونه په افغانستان کښې د امريکې د تېرو اتلسو کلونو د سياستونو له ماتې وروسته د عمومي افکارو د منحرف کولو په هدف سره مطرح کيږي.

مجيد تخت روانچي پرون د افغانستان په موضوع سره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې وويل، افغان ملت له کلونو نيواک، د بهرنيوځواکونو له موجودګۍ، وژلې او ټرور څخه بېزاره دے او صلح غواړي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي د افغان ولس هغو کاميابيو ته په اشارې سره چې د هغوي د کلونو کلونو قربانيږو او اوږدو هلو ځلو په نتيجه کښې ترلاسه شوې دي واضحه کړه: دغه کاميابۍ پکار دي د صلحې په بهير کښې وساتلې او پياړې کړې شي.

تخت روانچي له ميلينونو افغان کډوالو څخه د کورباتو په شمول له افغانستان څخه د ايران د اسلامي جمهوريت متواترو ملاتړونو ته په اشارې سره وويل، ايران به افغانستان څخه خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي او چمتووالے لري چې د دغه هېواد د حکومت په غږملتيا او ملګرتيا سره د افغانستان د صلحې د چلند په اسانولو کښې فعالانه کردار ادا کړي.

هغه همدارنګ له افغانستانه د ايران له لارې اروپا ته د نشه ايزو موادو د قاچاق مشکل ته په اشارې سره په دې لړ کښې د نړيوالې ټولنې د تعاون غوښتنه وکړه.