ایران ملګرو ملتو ته له امریکې شکایت وکړ
د ایران اسلامي جمهوریت په خپل هوايي حریم باندې د پوځي تیري په وجه له امریکې څخه ملګرو ملتو ته شکایت کړی دی.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د دغه سازمان عمومي منشي انټونیو ګوتریش ته په یو لیک کښې د امریکې د جاسوسي الوتکې له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي حریم د تیري په وجه د تهران اعتراض اعلان کړ.
تخت روانچي په دغه لیک کښې د امریکې دا راپارونکی کار د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور څرګنده خلاف ورزي وګڼله او هغه یې وغنده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دایمي استازي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ په تکل کښې نه دی خو د خپلې خاورې د حریم د خلاف ورزۍ په وړاندې د هر ډول ضروري اقدام د غوره کولو جوت حق لري او د خپلو هوايي، سمندري او ځمکنیو سرحدونو او حدودو پریکنده دفاع ته هوډمن دی.