د ایران د چنګاښ د دریمې ڼیتې ځینې مطبوعات
د ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ویلی دی د سیمې اونړۍ ډیر مشکلات د امریکا د بد ماشۍ په خاطر دی
اطلاعات
د ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی ویلی دی د سیمې اونړۍ ډیر مشکلات د امریکا د بد ماشۍ په خاطر دی . ورځپاڼۍ په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی چی ولسمشر حسن روحاني په تهران کښې د بين المجالس اتحاديې مشرې ميرمن ګابريلا کيوواس بارون په کتنه کښې يو اړخيز پالنه د نننۍ نړۍ ستر مشکل وبلۀ او وې وي، د سيمې او نړۍ د زياترو مشکلاتو جرړه د ځينو هېوادونو په تېره بيا د امريکې ډېکټاټوري ده چې د نړيوالو قوانينو په خلاف ورزۍ سره د يواړخيز پالنې په لار کښې حرکت کوي.
د ايران ولسمشر له برجامه د امريکې په يو اړخيزه توګه وتلو او د ايران په خلاف د ظالمانه بنديزونو لګولو ته په اشارې سره زياته کړه، نن امريکه د ايران د ملت په خلاف له اقتصادي ترهه ګرۍ کار اخلي او حتی په درمليزو او خوراکي موادو هم پابندي لګوي.
ډاکټر روحاني د امريکې مداخلت لټونکې فوځي موجودګي د سيمې له مشکلاتو وبلله او واضحه يې کړه، د ايران په هوائي حريمې د امريکائي ډرون جاسوسي الوتکې تېرے په سيمه کښې د امريکې لخوا د نوي تاوتريخوالي او په فارس خليچ او عمان سمندر کښې د مهمې سمندري لارې د امنيت د ګواښ پېلامه ده، نو ځکه ټولې نړيوالې ادارې پکار دي د امريکې د دغه تيريګر اقدام په اړه مناسب ردعمل څرګند کړي.
ولسمشر همدارنګ په افغانستان کښې د تېرو اولسو کلونو او په عراق، سوريې او په دې وروستيو کښې په يمن کښې د امريکې مداخلتونو ته اشاره وکړه او وې ويل، دنړۍ د ټولو سيمواو فارس خليج د سيمې امنيت پکار دي د سيمې د هېوادونو په ذريعې سره ټينګ شي.
د نړۍ د بين المجالس اتحاديې مشرې هم په نړۍ کښې د لانجو صلح ايز هواري او له يو اړخيز پالنې سره په مقابله کښې د ايران کردار ته په اشارې سره وويل، برجام اېټمي موافقې وښودله چې په سيمه او نړۍ کښې د صلحې د ټينګښت لباره څواړخيز پالنه او تعامل اهميت لري او نړۍ پکار دي په روغه جوړه کښې د ايران له کاميابۍ تجربې درس حاصل کړي او د خبرو اترو او نړيووالو موافقو احترام وکړي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر خرازی ویلی دی ایران د ایټمی موافقې په نویو فیصلو کی جدی دی .
ښاغلی عراقچی ویلی دی اروپا د برجام د ساتنې لپاره هیڅ لګښت ورکولو ته نه ده تیاره . د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په تهران کښې د مینځني ختیځ لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال انډریو موریسن په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې پر ایټمي موافقې د د اروپایانو د نه پابندۍ وجه، د سیاسي ارادې نشتوالی دی، څرګنده کړه: اروپا تیاره نه ده چې د دې موافقې د ساتنې لپاره ډیر لګ تاوان ورکړي.
د ایران والی بال ملی ټیم د ملتونو دلیګ پای لوبو ته رسیدونکی لومړنی ټیم شو.
دافغانستان د فوتسال له۲۰کلنو دکم عمره لوبغاړو ملی لوبډله د آسیا په دوهم لمبر شوه .
يمنيانو په نجران کښې د سعودي تيريګر ائتلاف يوه جاسوسي ډرون الوتکه نسکوره کړه .
جمهوری اسلامی
د اسلامی ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی بی ټیم د امریکا ولسمشر ټرمپ جنګ ته نږدې کړی وو ،
د منامه د غونډې د ترسره کیدا په درشل کی د پیړۍ له معاملې سره مخالفتونه زیات شوی دی .
یوه امریکایی چارواکی د ایران د هوایی حریم په خلاف ورزۍ اعتراف وکړ .
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی وایی امریکا او د سیمې ځینې هیوادونه له ترهه ګرو ډلو سره مرسته کوی .
د قطر امیر پاکستان ته په سفر کی د میلیارډونو ډالرو تړونونه لایلیک کړل . دغه سفر د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په بلنه شوی وو .
د امریکا او طالبانو د خبرو اترو نوی پړاو د چنګاښ له اتمې نیټې پیلیږی .
ملګری ملتونه وایی چی د خاشقجی د قتل اصلی تورن ندې محاکمه شوی .
د لندن ښاروال صادق خان وایی ټرمپ یو ۱۹۰ سانټی میټره ماشوم دې .
د امریکا نیوزویک مجله لیکی چی د امریکا واقعی ګواښ د ټرمپ فاسد دولت دی .
ایران
د اسلامی ایران ولسمشر د کابینې په غونډه کی ویلی دی چی د جاپان له لومړی وزیر سره خبرې اترې ډیرې ګټه وره وې . هغه زیاتوی چی په تیل وړونکیو کشتیو حمله له جاپان او چین سره زمونږ د نږدې اړیکو په غبرګون کی وه .
د فلسطين فتح او حماس غورځنګونو وويل: د فلسطيني ملت د سياسي آرمانونو د بربادۍ لپاره د عربو له اموالو څخه د استفادې په اړه د امريکې وړانديزې حل لاره له عربو هېوادونو څخه د کلنګ اخېستلو لپاره يوه له توهين او سپکاوي ډکه طريقه ده.
قطر له پاکستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د ایران خلاف د امریکې بندیزونه یوازې تبلیغي اړخ لري او د امریکې د نظر وړ هر ډول بندیز لګیدلی دی او نور هیڅ بندیز نه دی پاتې.
دیمن پوځ د عربستان په پوځی مرکز زالزال 1 ډوله بالیسټیک توغندی وویشتل .
کیهان
نیویارک ټایمز د امریکا د جاسوسی الوتکی نسکورولو ته په شارې سره لیکلی دی چی ټرمپ د ایران په وړاندی بله ټاکنه نلری .
یوه لبنانی سیاستوال له حزب ا... د جلا کیدا لپاره د ال سعودو ډیر رشوت رد کړی دی .
د جرمنی چارواکی او خلک خپل وطن ته د داعشی ترهه ګرو له احتمالی ستنیدا په ویره کی دی .
د سوډان کودچیانو په یمن په تیری کی د ۳۰ زره سوډانی عسکرو په مشارکت اعتراف وکړ .
په اتیوپیا کی په کودتا کی څو چارواکی ووژل شول خو کودتا ناکامه شوه .
فارن پالیسی مجله لیکی چی په تیل وړونکیو کشتیو حمله امریکا ، عربستان اواماراتو ته ښکاره پیغام دی .
په افغانستان کی د سلطان غزنوی د قبر الوزول ناکامه شول . ویل کیږی چی طالبانو د محمود غزنوی د قبر په خوا کی چاودیدونکی مواد کیښودلی وو ، خو دغه مواد ونه چاودیدل .
پاکستان ته د قطر د امیر په سفر کی ۲۲ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول .
د افغانستان عسکرو په کنړ کی اوه داعشی ترهه ګر هلاک کړی دی .