د ويانا غونډه؛ مخ په وړاندې يو ګام البته ناکافي
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل: په ويانا کښې د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه رغانده او مثبته وه او مخ په وړاندې يو ګام ګڼل کيږي، خو لا اوس هم د ايران د غوښتنو پوره کېدو ته زياته فاصله پاتې ده.
سيد عباس عراقچي بېګا د آسټريا په پائتخت ويانا کښې د خبريالانو په ټولي کښې د دې په بيانولو سره چې مالي لاره چاره «اېنسټېکس» عملياتي شوے دے، خو واضحه يې کړه: بې له دې چې د ايران د تېلو اخېستل ترسره شي يا د اېنسټېکس لپاره يو لړ ټاکلي اعتبارات په نظر کښې ونيول شي دغه مالي لاره چاره به د ايران هيلې پوره نه کړې شي.
د برجام اېټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه په ويانا کښې په داسې حال کښې جوړه شوه چې ايران په خپلو برجامي ژمنو د عمل کولو لپاره اروپايانو ته يو شپېتۀ ورځنے فرصت ورکړے دے. دغه فرصت ختمېدونکے دے او د ويانا غونډه ترټولو وروستے فرصت اعلان شوے ؤ چې ايران د اروپا د وعدو د ضمانت او عملي کېدو لپاره په نظر کښې ونيوۀ.
د برجام ايټمي موافقې له مخې د ايران د تېلو خرڅون او تجارتي مبادلات پکار دي بې له څه مشکله ترسره شي خو له دغې نړيوالې موافقې څخه د امريکې له وتلو وروسته دغه بهير له مشکل سره مخامخ شوےدے. اروپايانو تراوسه نه دي کړې شوي په برجام ايټمي موافقه کښې د ايران اقتصادي ګټې عملي کړي او په همدې وجه ايران د هغوي لپاره دوه مياشتنے فرصت وټاکۀ.
د ايران د برجامي ژمنو کمول هغه يوه وسيله ده چې خپله په برجام کښې په نظر کښې نيول شوې ده او ايران هم په دغې وسيلې سره خپلې دوه برجامي ژمنې اودرولې دي. د ايران دغه تکلاره به تر هغه وخته چې د اروپا وعدي عملي نه شي د برجام په مېز شتون ولري او ايران به د اروپا د برجامي ژمنو د حالت په مناسبت سره ورپسې ګامونه پورته کړي.
په داسې حالاتو کښې په ويانا کښې د برجام د ګډ کمېشن پرونۍ غونډۍ زيات اهميت لرلے ؤ چې ايران خپلې وروستۍ خبردارۍ په برجام کښې باقي پاتې نورو لورو ته اعلان کړي چې ايران به نور په برجام باندې په يو اړخيزه توګه پابند پاتې نه شي.
په ويانا کښې د برجام د ګډ کمېشن د غونډې وروستۍ بيانيې او د برجام په چوکاټ کښې د ايران د اقتصادي ګټو له پوره کېدو څخه په ملاتړکښې په دغه ايټمي موافقه کښې د باقي پاتې نورو لورو دريځ نيونې ته په پام سره د ويانا غونډه مخ په وړاندې يو ګام ګڼل کيږي خو هم هغه شان ډېر کارونه باقي پاتې دي چې پکار دي اروپايان يې ترسره کړي.
د ويانا غونډې، په سياسي اړخ کښې هم امريکايانوته دا پېغام ورکړ چې د برجام ايټمي موافقې په وړاندې د واشنګټن سياست نور نو په برجام کښې باقي پاتې لور ته د قبول وړ نه دے.
هغه څه چې اوس د برجام ايټمي موافقې ضمانت ورکوي د ويانا په غونډه کښې د ورکړې شوو وعدو پوره کېدل دي او دا چې اروپايان وکړې شي د امريکې له ارادې نه بغېر د اېنسټېکس په چوکاټ کښې له ايران سره د خپلو تجارتي تعلقات ضمانت ورکړي.
د اېنسټېکس د هر ډول ناکامي به يو لړ نتائج له ځان سره ولري او په داسې حالاتو کښې به اروپايان د هر ډول نوي بدلون ذمه وار وي، ځکه چې ايران نور په يوازې ځان له برجامه د امريکې د وتلو د لګښتونو پېټے په اوږو نه شي ګرځولې.
----------