دایران دپخو شوو یورانیمو د زیرمو زیاتول،د امریکاد بندیزونونتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83134-دایران_دپخو_شوو_یورانیمو_د_زیرمو_زیاتول_د_امریکاد_بندیزونونتیجه_ده
اروپایان د اینسټکس مالی نظام د اجرائی کیدا په نسبت مهم ا و لا غوره عملیاتی ګام پورته کړی او که داسې ونه کړی،نو ایران به خپل دوهم ګام هم پورته کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 02, 2019 02:02 Asia/Kabul
  •  دایران  دپخو شوو یورانیمو د زیرمو زیاتول،د امریکاد بندیزونونتیجه ده

اروپایان د اینسټکس مالی نظام د اجرائی کیدا په نسبت مهم ا و لا غوره عملیاتی ګام پورته کړی او که داسې ونه کړی،نو ایران به خپل دوهم ګام هم پورته کړی .

د ایټمی ا نرژۍ په نړیوال آژآنس کې د روسیې  استازی میخائیل  اولیانوف  په ویانا کې په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، دایران  دپاخو شوو یورانیمو دزیرمو زیاتول ،  دایران  دپاخو شوو یورانیمو  د صادراتو په ضد دبندیزونو په لګولو کې دامریکا د اقداماتو نتیجه  ده .  دروسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف  هم وئیلی دی ، په نړیوالې ا یټمی موافقې کې  د یورانیمو له درو سوو کلوګرامه  زیرمه کولو  څخه دایران  تیریدا  جایزه  بللې او په دې کې د حیرانتیا هیڅ خبره نشته .

 داپه داسې حال کې دی چې د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی عباس موسوی بیګا دخبریالانو په ټول کې  په دې خبرې په  ټینګار سره چې  اروپایانو ته دا یران  ورکړل شوی شپیته ورځنی  مهلت ختمیدا ته لاڅو ورځې پاتې دی ، هیله ښودلې   اروپایان  د اینسټکس مالی نظام  د اجرائی کیدا په نسبت   مهم ا و لا غوره عملیاتی ګام پورته کړی او که  داسې ونه کړی ، نو ایران به خپل دوهم ګام هم پورته کړی .