IAEA د ایران د یورانیمو د زیرمه کولو زیاتیداتائید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83135-iaea_د_ایران_د_یورانیمو_د_زیرمه_کولو_زیاتیداتائید_کړه
له جامعې ایټمی موافقې څخه دامریکا دوتلو له یوه کال تیریدا او دغه راز ددغه پروګرام په اجرا کې دلویدیځی هیوادونو له خوا د بدعهدۍ له دوام سره سره ، د پاخو شوو یورانیمو دسوئې دزیاتیدا په باب د ا یران په ځنډ سره اقدام ، د نړیوالو او لویدیځی لورو له غبرګونونو سره مخ شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 02, 2019 02:14 Asia/Kabul
  • 	IAEA د ایران  د یورانیمو  د زیرمه کولو زیاتیداتائید کړه

له جامعې ایټمی موافقې څخه دامریکا دوتلو له یوه کال تیریدا او دغه راز ددغه پروګرام په اجرا کې دلویدیځی هیوادونو له خوا د بدعهدۍ له دوام سره سره ، د پاخو شوو یورانیمو دسوئې دزیاتیدا په باب د ا یران په ځنډ سره اقدام ، د نړیوالو او لویدیځی لورو له غبرګونونو سره مخ شوی دی .

روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ  د ایټمی انرژۍ  دنړیوال آژانس  یوه ویندوی  بیګا  یوې  اعلامیې په خپرولو سره ،  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د مشخص شوو  درې اعشاریه  اوه شپیت  فی صدی   اندازې سره د پاخو شوو یورانیموله  درې سوه کلوګرام   اندازې  دایران   د یورانیمو  دزیرمه کولو زیاتیدا تائید کړې ده .

Image Caption

 

  د ایټمی آژانس  دغه ویندوی  وئیلی دی ،یو کیاآمانو  د واکمنې شورا غړو ته اطلاع  ورکړې ده آژانس ، په جامعې ایټمی موافقې کې له ټاکل شوی اندازې د ایران دیورانیمو  دزیرمه کولو زیاتیدا تائیدوی .

داپه داسې حال کې دی چې له جامعې ایټمی موافقې  څخه  دامریکا  دوتلو له یوه کال تیریدا او دغه راز ددغه پروګرام په اجرا کې  دلویدیځی هیوادونو له  خوا د بدعهدۍ  له دوام سره سره ، د پاخو شوو یورانیمو  دسوئې  دزیاتیدا په باب د ا یران   په ځنډ سره اقدام ،د نړیوالو او لویدیځی  لورو له غبرګونونو سره مخ شوی دی .

  زمونږخبریال راپور راکړی ،  سپینې ماڼۍ   دایران   ددغې وروستۍ فیصلې  په  غبرګون کې  دیوې اعلامیې په صادرولو سره نړیوالې ایټمی موافقې ته د ایران   دپابندۍ غوښتنه کړې ده ، حال دا چې پخپله له دغې نړیوالې  ایټةی موافقې یو کال مخکې په یواړخیز ډ ول وتلې ده .کاخ سف

Image Caption

 

 داروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست دمسئولې  میرمن فډریکا موګرینی  ویندوئې  مایا کوتسیانچیچ هم پرون ناوخته وئیلی دی ، اروپائی اتحادیه له ایرانه غواړی ، څو دغه  زیاتیدا  دې پخواڼی سوئې ته بیرته  وګرځوی .

 د ملګروملتو د سرمنشی  ویندوی  هم  د پاخو شوو یورانیمو د  زیرمو کولو زیاتیدا  لپاره د  ایران  د فیصلې په  غبرګون کې  وئیلی دی ،  دغه  اورګان تل  یوې ډیپلوټیکې بریا په توګه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  پر  ساتلو ټینګار کوی  او له درستو لورو غواړی ،څو  ددې په اجرا کولو کې دې ملګرتیا وکړی ، خو د امریکا په یواړخیز وتلو سره  په عملی توګه  نړیوالې لارې چارې  ناکاره شوی دی .

Image Caption

 

Image Caption