د یورانیمو پخول د ایران نه انکاریدونکی حق دی
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازی وايي: د یورانیمو بډایه کول د ایران جوت او نه انکاریدونکی حق دی.
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي بیګا په دې اړه د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کښې چې ایران دې یورانیم نه پخوي، ټینګار وکړ: د یورانیمو بډایه کول د ایران جوت او نه انکاریدونکی حق دی.
د ایرنا د خبر له مخې کاظم غریب آبادي په یو ټویټ کښې د یورانیمو د پخولو په لړ کښې د ایران په جوت حق باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: دا حق د بل کوم هیواد له خوا نه ورکول کیږي چې بیا یې بیرته واخلي.
هغه په دغه ټویټ کښې د امریکې د تیر ولسمشر باراک اوباما هغې خبرې ته اشاره کړې چې ویلې یې وو: د ایران د ایټمي پروګرام ختمول د امریکایانو یو نه تعبیر کیدونکی خوب دی.
د ویلو ده چې د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو په شمول د دغه هیواد ځینو چارواکو د ایران د غني شویو یورانیمو د زیرمو د اندازې د زیاتیدو په غبرګون کښې، د نړیوالو حقوقو او د ایټمي موافقې د مفادو خلاف یولړ څرګندونو کښې وویل: ایران باید تر هیڅ اندازې پورې پاخه شوي یورانیم ونه لري.
یاده دې وي چې د ۳۰۰ کیلوګرامو له حده د پخو شویو یورانیمو د اندازې د زیاتولو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت فیصله له دوشنبې څخه په رسمي توګه عملي شوه.