که امریکا له جنګه ویریږی،نو شُغلې د ئې نه زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83167-که_امریکا_له_جنګه_ویریږی_نو_شُغلې_د_ئې_نه_زیاتوی
ډاکټر حسن روحانی ددې خبرې په کولو سره چې په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې دایران مقابل لوری په دوامدار ډول په دغې نړیوالې ایتمی موافقې کې دپاتیکیدو لپاره ایران ته سپارښتنې کوی ، روښآنه کړې ، که د ایران مقابل لوری په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې ژمنې اجرا نه کړی ، دایران اسلامی جمهوریت به هماغه ډول چې مخکې ئې اعلان کړی ، دشپیتۀ ورځنی الټی میټم په ختمیدا سره به ورپسې اقدامات ترسره کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 03, 2019 10:35 Asia/Kabul
  •   که امریکا له جنګه ویریږی،نو شُغلې د  ئې نه زیاتوی

ډاکټر حسن روحانی ددې خبرې په کولو سره چې په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې دایران مقابل لوری په دوامدار ډول په دغې نړیوالې ایتمی موافقې کې دپاتیکیدو لپاره ایران ته سپارښتنې کوی ، روښآنه کړې ، که د ایران مقابل لوری په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې ژمنې اجرا نه کړی ، دایران اسلامی جمهوریت به هماغه ډول چې مخکې ئې اعلان کړی ، دشپیتۀ ورځنی الټی میټم په ختمیدا سره به ورپسې اقدامات ترسره کړی .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  نن د کابینې  په غونډې کې په دې بابا دامریکا د ولسمشر ټرمپ   څرګندونو ته په اشارې سره  چې  ایران  له اوور سره لوبې  کوی ،زیاته کړې ، امریکایانو په سیمې کې له یوه کال راهسې د اوور لمبې پورته کړی دی  او په داسې حال کې چې    د اوورلمبو په زیاتولو پسې دی ،  وائی  ، له اوور سره لوبې کول خطرناک دی .

  ډاکټر حسن روحانی ددې خبرې په کولو سره چې   په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې  دایران   مقابل لوری  په دوامدار ډول   په دغې نړیوالې ایتمی موافقې کې  دپاتیکیدو لپاره ایران ته سپارښتنې کوی ، روښآنه کړې ، که  د ایران مقابل لوری  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې  ژمنې اجرا  نه کړی ،  دایران اسلامی جمهوریت به  هماغه ډول چې  مخکې ئې اعلان کړی ،  دشپیتۀ ورځنی الټی میټم  په ختمیدا سره به  ورپسې اقدامات ترسره کړی .

Image Caption

 

  داسلامی ایران  ولسمشر  په نړیوالې ایټمی موافقې کې  د  پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو  د رې سوه کلوګرام  ټاکل شوی سوئې څخه د ایران  تیریدا ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  که مقابل لوری خپلو ژمنو ته بیرته راوګرځی ، نو  ایران به  هم د شوو شرائطو  ته سملاسی بیرته راستون شی .

 داسلامی ایران ولسمشر  په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې  دامریکا او اروپا دوه ګوڼی چلند باندې په سختو نیوکو سره  ووئیل ، که  نړیواله ایټمی موافقه ښه ده ،نو  ولې اروپا او امریکا په دغې موافقې کې پخپلو  کړائ شوو ژمنو  عمل نه کوی  او که دغه موافقه بده ده ، نو ولې  کله  چې ایران غواړی ،  د موافقې په اساس  دخپلوژمنو په ځینو برخو عمل  ونه کړی ، نو  په دنیا کې شور او  غوغا جوړوی .؟ 

 دایران اسلامی جمهوریت  ولسمشر  اینسټکس  تر دې دمه یو نمایشی  اقدام وبالۀ او  زیاته ئې کړه،اروپائی مسئولانو حتی  په هغه څه چې   ایران ته ئې په دغې مودې کې  د  مشکلاتو دحل کولو  ژمنه ورکړې او سپارښتنې ورته کوی ،هیڅ ډول عمل نه دی کړی .

 ډاکټر روحانی همداراز د ۱۹۸۸کال د جولائی په دریمه نیټه  دایران  په مسافری الوتکې د امریکا د وینسینس جنګی بیړۍ حملې  کلیزې ته په اشارې سره هم ووئیل،د ایران په مسافری الوتکې حمله ښئ ښودلې چې  دامریکایانو لپاره  جنایت کول آسان دی .