اسلامی ایران د یوارنیمو د پخولو اندازه پخپله ټاکی
د اسلامی ایران خارجه وزیر په ایټمی موافقې کې د خپلو ژمنتیاؤ ته د اروپایانو دپابندۍ په ضرورت په تینګار سره ووئیل،په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې به دایران د پابندۍ اندازه هاغه اندازه وی ، چې اروپایان ئې ترسره کوی .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د خبریالانو په ټول کې د ایران په وسیله د یورانیمو د پخولو په پاب د امریکائی چارواکوډ ډونالډ ټرمپ او مایک پمپئو د څرګندونو په غبرګون کې ووئیل ټرمپ په پیل کې باید دایران په ضدغیر قانونی بندیزونه ودروی،وروسته دې بیا د ایران د یورانیمو دپخولو د اندازې په باب خبرې کوی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ او خارجه وزیر مایک پمپئو پشمول امریکائی چارواکو پرون د ایران د پخو شوو یورانیمو د اندازې زیاتیدا په غبرګون کې دجامعې نړیوالې ایتمی موافقې د مادو او له نړیوالو حقوقو سره په تضاد کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ایران باید په یوه اندازه هم پاخه شوی یورانیم ونه لری .
داسلامی ایران خارجه وزیر همداراز په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپایانو د یولسو ژمنو پهباب هم ووئیل،په دغو یولسو ژمنتیاؤ کې د ایران د تیلو خرڅلاؤ،د ایران دتیلو دپیسو بیرته راستنیدل،په ایران کې پانګونه، ټرانسپورټ ،هوافضائی لارې،او دکیشتیو دچلونې دلارو امنیت هم شامل دی .دایران خارجه وزیر په دې خبرې کولو سره چې په دغو کې یوه ژمنه هم په اینسټکس کې نشته روښانه کړې،اینسټکس نظام په نړیوالې ایټمی موافقې کې د اروپایانو د یولسو قولونو د اجرا لپاره یوه سریزه ده.هغه په ایټمی موافقې کې د خپلو ژمنتیاؤ ته د اروپایانو دپابندۍ په ضرورت په تینګار سره ووئیل،په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې به دایران د پابندۍ اندازه هاغه اندازه وی،چې اروپایان ئې ترسره کوی .