د امریکا له خوا پابندۍ ته مو هیڅ پروا نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83194-د_امریکا_له_خوا_پابندۍ_ته_مو_هیڅ_پروا_نشته
د امریکا خزانې وزیر سټیون منوچین دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې وئیلی وو ،د جولائی په پنځمه نیټه به دامریکا دبندیزونو په لیسټ کې د ایران دخارجه وزیر نامه هم ورزیاته شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2019 01:01 Asia/Kabul
  • د امریکا له خوا پابندۍ ته مو هیڅ  پروا نشته

د امریکا خزانې وزیر سټیون منوچین دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې وئیلی وو ،د جولائی په پنځمه نیټه به دامریکا دبندیزونو په لیسټ کې د ایران دخارجه وزیر نامه هم ورزیاته شی .

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ  داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا  له نیویارک ټایمز خپرونې  سره په خصوصی مرکې کې   د ا مریکا له خوا  پر هغه دبندیز  داحتمال په غبرګون کې   ددې خبرې په کولو سره چې  هغه او دهغه کورنۍ   له ایرانه په بهر کې هیڅ  بانکی حساب  یا  ځای نه لری ، روښانه کړې،ایران  د  ما  درست ژوند اوژمنتیا ده .

 دایران خارجه وزیر په دوام کې وئیلی دی ، دامریکا  دبندیزونو په لیسټ کې د هغه د نامې راوستلو یوازنیۍاغیز او  موخه د ارتباط  دټینګولو لپاره د هغه د توانمنیو محدودول دی .

 د امریکا  خزانې وزیر  سټیون منوچین  دتیرې اونۍ په  دوشنبې ورځې  وئیلی وو ، دجولائی په پنځمه نیټه به   دامریکا دبندیزونو په لیسټ کې  د ایران دخارجه وزیر نامه هم ورزیاته شی . 

 محمد جواد ظریف  دایران  له خوا د جامعې نړیوالې ایټمی  موافقې  دژمنتیاؤ دکمیدا په باب  هم ټینګار کړی ،  څو اړخیزه موافقه   په یواړخیز ډول  هیڅکله هم نشی اجرا کیدلی .

   هغه روښانه کړې ، تهران  به تر هغه وخته چې  د دغې نړیوالې ایټمی موافقې نور لوری  ورته ژمن وی ،  خپلې ژمنتیاوې رعایت کړی .

 داپه داسې حال کې د ی چې  د ایران داسلامی جمهوریت له خوا  په درې اعشاریه  اوه شپیت فی صدو پورې د یورانیمو پخولو تر درې سوه کلوګرامو اندازې پورې ژمنه وه چې په رسمی توګه  دغه ژمنه  ختمه شوې او د ایران د پخو شوو یورانیمو اندازه له درو سوو کلوګرامو اړول شوی ده .