دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې د ایران ژمنتیا دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83197-دجامعې_ایټمی_موافقې_په_وړاندې_د_ایران_ژمنتیا_دوام_لری
ایران د امریکا دغیر تیلی بندیزونو په غبرګون کې فیصله کړې ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس دخپلو یورانیمو اندازه زیاته کړی چې هیڅ ډول خلاف ورزی نه حسابیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 05, 2019 02:13 Asia/Kabul
  •  دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې د ایران ژمنتیا دوام لری

ایران د امریکا دغیر تیلی بندیزونو په غبرګون کې فیصله کړې ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس دخپلو یورانیمو اندازه زیاته کړی چې هیڅ ډول خلاف ورزی نه حسابیږی .

 فارس خبری آژانس راپورورکړ  د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ایران  دخپلو ایټمی فعالیتونو  له کمیدد سره اړونده  ژمنتیاوې پخپلې خوښې  منلې  او په همدې علت  دغه هیواد هیڅکله هم  په هیڅ ډول خلاف  ورزۍ نشی تورنیدلی.

  دروسیې  دخارجه وزارت ویندوئې  زیاته کړې ،   د ایران  نوی ایټمی فعالیتونه  اندیښمنونکی نه دی  او  دایټمی انرژ ۍ دنړیوال آژانس دپلټونکو تر څارنې لاندې ترسره کیږی .

 د میرمن زاخارووا په وینا ،  دایران دیورانیمو  دزیرمه کولو زیاتول ،  دایران  په ضد د امریکا  دپراخو بندیزونو اووروستیو اقداماتو  په نتیجې کې  ترسره شوی دی .

  د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس او په نړیوالو اورګانونو کې د  روسیې استازی  میخائیل  اویانوف  هم دې ته په اشارې سره چې  د این پی ټی تړون  غړی هیوادونه   په  کم فی صدی پخونې سره  دیورانیمو  د زیرمه کولو په ا ندازې کې   هیڅ محدودیت نه لری ،وئیلی دی ، ایران  د امریکا دغیر تیلی بندیزونو  په غبرګون کې  فیصله کړې ، دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د مادو په اساس  دخپلو یورانیمو  اندازه زیاته کړی چې هیڅ ډول  خلاف ورزی نه حسابیږی .

 له دې سره په یووخت د  اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست د مسئولې میرمن فډریکا موګرینی  یوه  ویندوی بیګا وئیلی دی ،دغه اتحادیه  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  له پاتې لورو سره   د هغو ګامونو په باب چې باید  دایران د یورانیمو دپخولو  دسوئې د زیاتیدا  په بڼه کې  پورته شی ،مشورې کوی . هغه وئیلی اروپائی اتحادئې له ایرانه غوښتی دی  له  هغو ګامونو پورته کولو دې ډډه وکړی چې  دغه نړیواله  موافقه کمزوری کوی .

 دغه راز د اسپانیا خارجه وزارت  هم  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  له ایران  سره د  تجارتی اړیکو  دآسانتیاؤ د  برابرولو غوښتنه کړې ده . 

 په دغې اعلامیې کې له ایران سره د تجارتی اړیکو دآسانولو لپاره  د اروپائی هیوادونو  له هڅې سره په ارتباط کې  وئیلی شوی دی ، اسپانیا  په اروپائی اتحادئې کې  له خپلو شریکانو سره  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د مادو دساتلو لپاره ملګرتیا کوی .