له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا وتل هراړخیزه تیروتنه وه
د جرمنی مرستیال خارجه وزیر هم په دې خبرې کولو سره چې ایران یوه موده کیږی،له نړیوالې جامعې ایټمی موافقې د امریکا په وتلو غبرګون وښئ،زیاته کړې،د ۳۰۱۵کال له نړیوالې ایټمی موافقې څخه د اقتصادی ګټو د ترلاسه کولو لپاره د تمو دنه پوره کیدا په دلیل دایران دغه اقدام په ښه ډول درک کوو .
د لوګزمبرګ خارجه وزیر یان آزلبورن پرون ناوخته دجرمنی له دی ولټ ورځپاڼې سره په خبرو کې له ایران سره شوی له ایټمی موافقې د امریکا وتل یوه بشبړ او هراړخیزه تیروتنه وبلله او ټینګار ئې وکړ ، چې په اصل کې امریکا ددغې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزی کړې ده .
یان آزلبورن دغه راز زیاته کړې له ایران سره ایټمی موافقې له ځان سره د اروپا او نړۍ لپاره لازیات امنیت ډالۍ کړی ؤ .
د لوګزامبرګ خارجه وزیر له دې سره په یووخت له ایرانه هم وغوښتل ،هماغه ډول چې مخکې ئې هم وئیلی دی د جولائی په اوه مه نیټه دې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ځینی ژمنتیاوې نه کموی ، او له دغې نړیوالې موافقې دې نه ووځی .
له دې سره په یووخت د جرمنی دخارجه وزیر سلاکار نیلز آنن هم پرون له دی ولټ ورځپاڼې سره په خبرو کې د جولائی په اوه مه نیټه دخپلو ژمنو دکمولو لپاره دایران د الټی میټم په باب وئیلی دی ،تمه کیږی ، دغه هیواد هماغه راز په غه څه چې په ایټمی موافقې کې ټاکل شوی دی عمل وکړی .
نیلزآنن په دې خبرې کولو سره چې ایران یوه موده کیږی ، له نړیوالې جامعې ایټمی موافقې د امریکا په وتلو غبرګون وښئ،زیاته کړې ، د ۳۰۱۵کال له نړیوالې ایټمی موافقې څخه د اقتصادی ګټو د ترلاسه کولو لپاره د تمو دنه پوره کیدا په دلیل دایران دغه اقدام په ښه ډول درک کوو .
داپه داسې حال کې دی چې دایران داسلامی جمهوریت له خوا اروپائی لوری ته دورکړل شوی شپیت ورځنی الټی میټم په ختمیدو سره به له ننه په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې د ایران شوو ژمنو څخه ځینی نوره هم نن کمې شی چې د ا سلامی ایران د چارواکو دغه اعلان د نړیوالې ایتمی موافقې لوری په تیره بیا اروپائی لوری سخت اندیښمن کړی او لالهانده شوی دی .