د ایران د چنګاښ د ۱۶ نیټې ځینې مطبوعات
جمهوری اسلامی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ اروپا ته د ایران د ۶۰ ورځنی فرصت په ختمیدا سره د ایران د نویو فیصلو په اړه یو مفصل راپور چاپ کړی دی .
د ایران درستو ورځپاڼو د برجامی ژمنو په هکله د ایران د نویو فیصلو په اړه بیلا بیل سرټکی او شننې کړی دی . جمهوری اسلامی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ اروپا ته د ایران د ۶۰ ورځنی فرصت په ختمیدا سره د ایران د نویو فیصلو په اړه یو مفصل راپور چاپ کړی دی .
د ایران اسلامی جمهوریت له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا د یو اړخیزې وتنې په کلیزې کې او دغه راز له دغې نړیوالې موافقې دامریکا د وتلو داقتصادی اړخونو دجبرانولو لپاره د اروپا د وړاندیزی لارو چارو د ناکارندوالی له اثباته وروسته ، اعلان وکړ،د نړیوالې ایټمی موافقې د۲۶ او۳۶ مادو په اساسپه دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې ځینی ژمنتیاوې ځنډوی .
اسلامی ایران په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې لورو ته شپیته ورځې فرصت ورکړ څو پخپلو ژمنو په تیره بیا په تیلی اوبانکی حوزو کې پخپلو ژمنو عمل وکړی . که داسې نه وی ،نو تهران به دغې نړ یوالې ایټمی موافقې ته دخپلو ژمنو د کمولو لپاره نوی ګامونه پورته کړی . چې نن د هغه فرصت وروستۍ ورځ ده .
په عین حال کې د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس په همداوروستیو کې تائید کړې ده ،د ایران د پخو شوو یورانیمو دزیرمه کولو اندازه په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې له ټاکلی حده (یعنی له درې سوه کلوګرامه اوښتی ده .
اسلامی ایران اعلان کړی ؤ په دوهم ګام کې به په درې اعشاره اوه شپیته فی صدو په اندازه دیورانیمو دپخولو سوئې هم تیر شی او په لازیاتې سوئې سره ایټمی مواد پاخۀ کړی او همداراز به د اراک ایټمی ریئکټر موضوع به هم د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې له لاسلیک کولو مخکې وخت ته وګرځوی .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل فرانسوی هم څنګ مکرون سره په ټیلی فونی تماس کی ویلی دی چی دایران په ضد د امریکا اقتصادی بندیزونه او دباؤنه یو بشبړ اقتصادی جنګ او ترهه ګر حرکت دې او ټینګار ئې وکړ ،دغه اقتصادی جنګ په سیمې او نړۍ کې د نورو ګواښونو لامل کیدلی شی.
د ایټمی انرژۍ په نړیوال اژانس کې د ایران استازی ویلی دی چی امریکا د ایټمی موافقې خلاف ورزۍ کونکی ده ، واکمنه شورا باید د امریکا غوښتې ته پام ونکړی .
په اسراییلو کې د پراخ توکمیز توپیر پرضد د یهودیانو اعتراض دوام لری .
د امریکا یو شمیر زاړو عسکرو د ټرمپ د استیضاح غوښتنه وکړه .
د یمن په ختیځ کې د سعودی ، اماراتی نیواکګرۍ پرضد پراخې مظاهرې شوی دی .
اطلاعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل فرانسوی هم څنګ مکرون سره په ټیلی فونی تماس کی ویلی دی چی ددرستو بایکاټونو ختمول به د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ د بیا حرکت پیل وی . ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکی چی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دفرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټیلیفونی خبرو کې پر اروپایانو غږ وکړ د نړیوالو تړونونو او دملګروملتو د پریکړو په باب دې پخپلو مسئولیَتونو عمل وکړی .
ډاکټر حسن روحانی په دغو ټیلیفونی خبرو کې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو لپاره د فرانسې د ولسمشر ټینګار ته په اشارې سره وئیلی دی ،ایران پّه تیرو څوارلسو میاشتو کې او دامریکا له درستو دباؤنو او بندیزونو سره سره هڅه کړې ده ، د یوه سټراټژیک صبر په چوکاټ کې دغه نړیواله موافقه وساتی .
د اسلامی ایران ولسمشر دایران په ضد د امریکا اقتصادی بندیزونه او دباؤنه یو بشبړ اقتصادی جنګ او ترهه ګر حرکت وبالۀ او ټینګار ئې وکړ ،دغه اقتصادی جنګ په سیمې او نړۍ کې د نورو ګواښونو لامل کیدلی شی.
د اسلامی ایران ولسمشر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس ایران وروستی اقدامات په بشپړ ډول ددغې موافقې په چوکاټ کې او دهغې د ساتنې لپاره وبلل او له اروپائی اتحادئې ئې وغوښتل څو د ملګروملتو د پریکړه لیکونو او نړیوالو تړونونو په وړاندې دې پخپلو مسئولیَتونو عمل وکړی او په ځینو اقداماتو سره دې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره لازیاته هڅه وکړی . ډاکټر حسن روحاڼی ټینګار کړی ، ددرستو بندیزونو لیریکیدا د ایران او+۵ +۱ ډلې ترمینځ دیوه حرکت لپاره یوه پیلامه کیدلی شی .
دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون هم په دغه ټیلیفونی تماس کې ددې خبرې په کولو سره چې اروپائی اتحادئې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا له هماغه پیله له دغه اقدام سره سخت مخالفت کړی دی ، ووئیل ، دغه اتحادیه د نړیوالې ایټمی موافقې ساتل غواړی او په دې لارې کې ئې خپلې ټوله هڅې کارولی دی . ماکرون زیاته کړې ، دا منو چې د امریکا د بندیزونو دجبرانولو لپاره داروپا اقدامات بریالی او کارنده نه دی ،خو ددغې موضوع د جبرانولو لپاره مونږ درستې هڅې کاروو .
د ایټمی اژانس واکمنه شورا د شورو په ورځ د ایران په اړه غونډه جوړوی .
د عراق د حشد الشعبی پرضد د امریکا او د عراق د پوځ د ځینو افسرانو دسیسه په ډاګه شوی ده .
په امریکا کې په تیرشا و روز کې په ډ زو کې د ۱۱۴کسانو وینه بهیدلې ده .
د یمن پوځ په تعز ولایت کې د عربستان پرګوډاګیانو توغندوی بریدونه کړی دی .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ لیکلی دی اروپا ته ۶۰ ورځنې فرصت ختم ، له ایټمی موافقې مخکې ځای ته ستنه شو .
په نړیوالو چارو کی د رهبرۍ د ستر مقام سلاکار ډاکټر ولایتی ویلی دی چی هره اندازه چی اورپا د برجام خلاف ورزی وکړی مونږه به هم غبر ګون وښیو . ډاکټر ولایتی په ایټمي موافقه کښې د بډایه شویو یورانیمو د زیرمو لپاره د درې سوه کلوګرامه له ټاکل شوي حده د ایران د تیریدو په هکله وویل ایران به د یورانیمو د پخولو اندزه د خپلو سوله ایزو فعالیتونو تر اړتیا وړ حده زیاته کړي.
ښاغلی علي اکبر ولایتي وویلی دی امریکایان او اروپایان د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ سره سبب شول چې ایران هم د هغوي اقدام ته د دې موافقې په چوکاټ کښې غبرګون وښايي.
ښاغلي ولایتي د شپیته ورځني مهلت له ختمیدو وروسته په ایټمی موافقه کښې د ایران د ژمنو د کمولو د دویم ګام پورته کولو ته په اشارې سره څرګنده کړه که اروپایان خپلې برجامي ژمنې اجرا نه کړي نو ایران به د خپلو ژمنو د کمولو دویم ګام پورته کړي.
هغه جوته کړه که اروپایان د خپلو ژمنو د اجرا لپاره ضروري اقدامات وکړي نو د ایران اقدامات هم د ستنیدو دي.
د سوډان نوې لومړې وزیر روانه اونۍ معرفی کیږی .
په تل ابیب کی د صیهونیسټ رژیم د جنګ وزارت مخې ته موتء بم چاودنې د دغه رژیم مشران سخت ویرولی دی .
ملګرو ملتو په لیبیا کې د وژلې نوی څپه وغندله .
د امریکا جمهوری غواړی سینټر رنډ پال وایی داسې نشی کیدلې چی په عربستان وسلې خرڅې کړو او بیا د سولې خبره وکړو .
د وینزویلا پوځ د دغې هیواد د خپلواکۍ په ورځ له مادورو سره بیا خپله وفاداری اعلان کړه .
ایران او پاکستان په اسلام اباد کی د دواړو هیوادونو د ګدې تجارتی کمیټۍ د اتمې غونډې په پاې کې د ملګرتیا د تفاهم لیک یادښت لاسلیک کړ . د دغه تفاهم لیک په اساس چی د جمعې په ورځ د ایران د صنعت ، معدن او تجارت وزیر رضا رحمانی او د صنعت او تجارت په چارو کی د پاکستان د لومړی وزیر د سلاکار عبدالرزاق داود ترمینځ لاسلیک شو ، دواړه لوری به د تجارتی ملګرتیا په تیره بیا ګډو سرحدی سیمو کی ، د سمندری فعالیتونو ، کشتۍ چلونې او د شیانو په بدل کی شیانو تجارت په زمینه کی ملګرتیا وکړی .