امریکا باید دنړیوالو قوانینو په اساس له نظم څخه پیروی وکړی
امریکا نه یوازې له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې وتلې ده ، بلکې له یواړخیزو بندیزونو او له خپل واکه زیاتو اختیاراتو ئې استفاده کړې څو د نړیوالې ا یټمی موافقې داجرا په لاره کې دایران او نورو لورو لپاره لازیات خنډونه رامینځةکړی .
د چین د خارجه وزارت ویندوی ګنګ شوانګ هم پرون په بیجینګ کې په خبری ناستې کې وئیلی دی ، د زیات دباؤ هغه سیاست چې امریکا ئې د ایران په ضد کاروی ، اصلی علت ئې د ایران ایټمی موضوع ده .
هغه زیاته کړې امریکا نه یوازې له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې وتلې ده ، بلکې له یواړخیزو بندیزونو او له خپل واکه زیاتو اختیاراتو ئې استفاده کړې څو د نړیوالې ا یټمی موافقې داجرا په لاره کې دایران او نورو لورو لپاره لازیات خنډونه رامینځةکړی .شوانګ وئیلی دی،واقعیتونه ښئ چې بدماشی او یواړخیز پالنه تردې دمه هم په نړۍ کې په یوې بدې اوبدبودارې دانې بدله شوې،او هم ئې د نړۍ په سویه لازیات مشکلات اوترینګلتیاوې رامینځةکړی دی .امریکا باید دنړیوالو قوانینو په اساس له نظم څخه پیروی وکړی او د احتمالی چیلنجونو او مشکلاتو د حل لپاره له سیاسی او ډیپلوماټیکو لارو چارو استفاده وکړی .