له ایران سره دې د ایټمی موافقې د ساتلو هڅه وشی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83281-له_ایران_سره_دې_د_ایټمی_موافقې_د_ساتلو_هڅه_وشی
ماسکو له ایران سره په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې د پاتې هیوادونو دخارجه وزیرانو په سویه د غونډې د ترسره کیدا وړاندیز مطرح کړی او وئیلی ئې دی چې دغه غونډه باید د دغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره د ضرورت په بڼه کې ترسره شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2019 03:09 Asia/Kabul
  • له ایران سره دې  د ایټمی موافقې د ساتلو هڅه وشی

ماسکو له ایران سره په جامعې نړیوالې ایتمی موافقې کې د پاتې هیوادونو دخارجه وزیرانو په سویه د غونډې د ترسره کیدا وړاندیز مطرح کړی او وئیلی ئې دی چې دغه غونډه باید د دغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره د ضرورت په بڼه کې ترسره شی .

د انټرفکس خبری آژانس راپورورکړی ، د روسیې  خارجه وزارت  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټینګار کړی ، ماسکو  دجامعې نړ یوالې موافقې  له درستو لورو  غواړی ،څو  دایران د ایټمی موافقې  دساتلو لپاره دې  په یوځای هڅو سره  مثبت ګامو پورته  کړی .

 ماسکو له ایران سره په   جامعې نړیوالې ایتمی  موافقې   کې د پاتې  هیوادونو  دخارجه وزیرانو په سویه د غونډې د ترسره کیدا  وړاندیز  مطرح کړی او وئیلی ئې دی  چې دغه غونډه باید د دغې نړیوالې موافقې د ساتلو لپاره   د ضرورت په بڼه کې ترسره شی .

په نړیوالو موسسو کې د  روسیې  استازی میخائیل اویانوف  هم  په همداوروستیو کې پخپل ټولنیز پیغام کې د  جامعې نړیوالې ایتمی موافققې  په وړاندې  د امریکا  په کړچار په نیوکو سره لیکلی دی ، امریکا داسې چلند کوی ،ګواکې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ډیره ټینګه ملاتړې ده.

 داپه داسې حال کې دی چې  د ایران دایټمی انرژۍ  د ادارې ویندوی بهروز کمالوندی  هم پرون  ناوخته  له فارس خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، د ایران د یورانیمو دپخولو    سویه   له درې اعشاره اوه شپیت فی صدی څخه  څلور اعشاریه  پنځو فی صدو ته زیاته شوې ده  او له دغه اقدامه ئې دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس لوړپوړی چارواکی هم خبر کړی دی .