ظريف: «بي ټيم» درس وانۀ خېست، خو نړيوال پکار دے درس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83297-ظريف_بي_ټيم_درس_وانۀ_خېست_خو_نړيوال_پکار_دے_درس_واخلي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د برجام ايټمي موافقې د ختمولو لپاره د بي ټيم ورانکارو اقداماتو ته په اشارې سره وويل، هغوي له تېر وخت نه درس وانۀ خېست خو نړيوال پکار دے تېر وخت ته پام وکړي او ترې درس واخلي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 10, 2019 05:07 Asia/Kabul
  • ظريف: «بي ټيم» درس وانۀ خېست، خو نړيوال پکار دے درس واخلي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د برجام ايټمي موافقې د ختمولو لپاره د بي ټيم ورانکارو اقداماتو ته په اشارې سره وويل، هغوي له تېر وخت نه درس وانۀ خېست خو نړيوال پکار دے تېر وخت ته پام وکړي او ترې درس واخلي.

محمد جواد ظريف پرون په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: «د سپينې ماڼۍ د  ملي امنيت صلاحکار، جان بولټن او د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتنياهو په ۲۰۰۵ کال کښې د ايران لخوا د يورانيمو په صفر پخولو باندې په ټينګار سره د دريو اروپائي هېوادونو او ايران ترمېنځ موافقه له منځه يوړه.

ظريف تاکيد وکړ، دغه اقدام د دې سبب شو چې د ايران اسلامي جمهوريت تر ۲۰۱۲ کاله پورې د خپل يورانيمو پخولو اندازه سل برابره ته ورسوي.

د ايران خارجه وزير يادونه وکړه چې بي ټيم اوس هم ډونالډ ټرمپ ته په هم هغه توهم سره دهوکه ورکړې چې برجام ايټمي موافقه له منځه يوسي.

ظريف له دې مخکښې ويلي وو: چې بي ټيم چې په جان بولټن، بنيامين نتنياهو، محمد بن سلمان او محمد بن زايد مشتمل دے کوشش کوي چې په سيمه کښې فوځي جنګ رامنځته کړي.