تیري ګرۍ ته د ایران ځواب سخت او پښیمانونکی دی
Jul 11, 2019 03:08 Asia/Kabul
د ایران د ټولو قواؤ د مشر قومندان لوړ مرستیال او صلاحکار وویل: د دښمن تیري ګرۍ ته به د ایران ځواب سخت او پښیمانه کونکی وي.
د ایرنا د خبر له مخې جنرال سید یحیی رحیم صفوي پرون په تهران کښې په دې خبرې سره چې د امریکې او صهیونیسټانو د قدرت زوال ګړندی شوی دی، زیاته کړه: اسلامي ایران په تیرو څلویښتو کلونو کښې هر کال لا پياوړی شوی دی خو له بلې خوا امریکا او صهیونیسټي رژیم کمزورې شوې دي.
جنرال رحیم صفوي د ایران په سمندري حدودو کښې د امریکې د جاسوسي الوتکې نسکورولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د سیمه ایزې او نړیوالې صلحې د ټینګښت په تکل کښې پاتې شوی دی خو د تیري ګریو په وړاندې یې همیشه پریکنده ځوابونه ورکړې دي.
ټیګونه