ايران د امريکې اقتصادي ترهه ګرۍ ته هيڅکله غاړه نه ايږدي
د ايران خارجه وزير د ايران د خلقو په خلاف د سپينې ماڼۍ د بائيکاټي سياستونو په ترهه ګريز بللو سره وويل، ايران له ترهه ګرو سره خبرې اترې نه کوي.
محمد جواد ظريف پرون په نيويارک کښې د خبريالانو په ټول کښې د دې په بيانولوسره چې د امريکې اقتصادي جنګ د ايران فوځيان يا چارواکي نه دي په نښه کړي بلکه عامه خلق يې خپل هدف ګرځولي دي، وويل، دا يو ترهه ګريز اقدام دے، ځکه چې ترهه ګري خلق په نښه کوي چې خپل سياسي پلان مخ په وړاندې بوځي.
د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته بنديزونه او دباونه د ايران د ملت په خلاف د امريکې همېشنے سياست ؤ او دے. د اسلامي انقلاب په کاميابۍ او د ايران د ملت په ايراني تشخص او خپلواکي غوښتنې سره په ايران کښې د امريکې ګټې په عملي توګه ختمې شوې.همدغه مسئله د دې سبب شوه چې په امريکه کښې مختلف حکومتونه د بنديزونو او دسيسو په وسيلې سره کوشش وکړي د ايران د ملت او حکومت سياست بدل کړي.
په همدې لړ کښې د آسټريا په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي کاظم غريب آبادي د امريکې يو اړخيز بنديزونه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي وبلله او وې ويل: امريکه د غېر قانوني چلندونو په وړومبۍ کرښه کښې شتون لري او له بنديزونو څخه د نورو هېوادونو د سياست د بدلولو لپاره د يوې وسيلې په توګه استفاده کوي.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا خاص رپورټر ادريس جزائري هم د ايران په خلاف د امريکې په بنديزونو باندې په نيوکې سره دغه بنديزونه يوه غېر قانوني محاصره او ډله ايز انتقام وبلۀ چې دواړه د بشردوستانه نړيوالو قوانينو په خلاف دي.
د ايران ملت په تېرو څلوېښتو کلونوکښې تل په ايراني تشخص او خپلو مټو باندې په باور سره د ترقۍ او پرمختګ په لاره کښې ګام اوچت کړے دے او نن ايران په زياترو ډګرونو کښې سترې کاميابۍ ترلاسه کړې دي.
د ايران کاميابۍ چې د دښمنانو په وړاندې د ټينګ اودرېدنې او مقاومت په نتيجه کښې رامنځته شوې دي د نړۍ د نورو پتمنو ملتونو د خوښې وړ سياست ګرځېدلےدے او د ايران له ملت سره د امريکې د دښمنۍ او کينې جرړې بايدپه همدې چوکاټ کښې وجاجول شي.
خپلواکي غوښتنه او له سلطه غوښتونکو قوتونو سره نه وابستګي د اسلامي انقلاب منشور دے چې نن له ځلانده څلوېښتو کلونو وروسته خپلې پينځمې لسيزې ته داخل شوےدے.
د ايران ملت چې په هرڅومره اندازه د کاميابۍ په لار کښې ګامونه پورته کړي دي امريکې په هم هغه اندازه د ايران د ملت په خلاف بنديزونه لګولي خو د اسلامي انقلاب په ستنو ولاړ د ايران اصولي سياست يې نه دے بدل کړے.
د ايران د ملت د ټينګ اودرېدنې څلوېښت کلنې تجربې په ښه ډول دا ثابته کړې ده چې د ايران ملت په هيڅ ډول حالاتو کښې امريکائي واکدارانو ته نه تسليميږي، حتی که د ډونالډ ټرمپ د حکومت په شان يو حکومت د ايران د ملت په وړاندې اقتصادي ترهه ګري هم استعمال کړي.
هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تاکيد وکړ: د ايران ملت په همدغو ظالمانه بنديزونو کښې مظلوم ګرځېدلے دے خو کمزورے نه بلکه مقتدر دے. د خداے پاک په فضل سره د ايران ملت به په قوت او اقتدار سره ځان هغو مقاصدو ته چې يې په نظر کښې لرلي دي ورسوي.
-----------